اګست 24, 2019

نه دا نظام او نه دا حکومت په دومره ”قربانیو“ ارزي

نه دا نظام او نه دا حکومت په دومره ”قربانیو“ ارزي

خط اول:

 

له کومې ورځې چې د جان کیري په منځګړیتوب د ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني مشترکه اداره رامنځته شوې، له هغه مهاله بیا تر دې دمه، د اشرف غني پخپله وینا، تر پنځه څلوېښت زره زیات دولتي عسکر وژل شوي دي.

د ”ملي وحدت حکومت“ د دورې له پیل راهیسې، پر جګړه باندې د نظرساتونکو ډلو او پخپله چارواکو په خبره هره ورځ ۲۰-۳۰ او کله حتی ۵۰ عسکر او ملېشې وژل کیږي.

دا څنګ به ته کښېږدو، یوازې په تېرو ۲۱ ورځو کې تر نیم زر زیاتو دولتي نظامیانو ژوند بایللی دی.

د تیرې جون میاشتې له ۲۸مې بیا د روانې جولای میاشتې تر ۴مې (یوازې په اتو ورځو کې) د کابل حکومت تر ۲۶۴ زیات نظامیان ووژل شول. دا رنګه، د روانې جولای میاشتې له ۵مې بیا تر ۱۱مې د حکومت ۱۴۳ نظامیان وژل شوي دي. تر هغه راوروسته، د جولای له ۱۱مې بیا تر ۱۸مې ۹۲ حکومت پلوه ځواکونو ژوند بایللی دی.

دا ټول تلفات چې راجمع شي، شمېر یې نږدې ۵۰۰ ته رسیږي — په ۲۱ ورځو کې تر ۵۰۰ د زیاتو عسکرو وژل کېدل له شکه پرته بوږنوونکي دي.

د دولتي ځواکونو د تلفاتو اندازه له دې ښه معلومېدای شي چې حکومت یې د شمېرو پر خپرېدو بندیز لګولی څو د مورال-بایللو نظامیانو روحیه یې نوره هم پسې ټيټه نه شي.

خو غم دا دی چې د ملکي وګړو په څېر د دولتي نظامیانو غم هم، په اصطلاح، تر واورې سوړ دی. هغه ۴۵۰۰۰۰ عسکر چې د ع.غ. د دورې له پیل راهیسې یې د دې حکومت او نظام لپاره سر ورکړی، اوس یې  یوازې کورنۍ ویر کوي.

د غم له پاسه بل غم دا دی چې نه به د تېرو پنځو کلونو، نه د امریکایي یرغل له پیل راهیسې او نه هم په راتلونکې کې د وژل کېدونکو عسکرو، په اصطلاح، ”قربانۍ“ د افغان ولس دین او خاورې ته کومه ګټه ولري.

دې زرګونو عسکرو د داسې حکومت او نظام لپاره سر ورکړی چې له نظامي، سیاسي، اخلاقي او هر لوري د پاڼ پر غاړه ولاړ دی. که زرګونه نور عسکر هم په همدې لاره کې سر ورکړي، قربانۍ به یې نه د دین دوا شي او نه د وطن.

 

Related posts