اګست 24, 2019

راشدخان له اتم مقام څخه نهم ته ولوېد

راشدخان له اتم مقام څخه نهم ته ولوېد

عزم(چهار‌شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ د نړیوالې شورا د توپ اچوونکو تازه درجه بندي اعلان کړې، چې افغان لوبغاړي راشد خان په لومړي سر کې له دوهم څخه اتم، خو په نوې درجه بندۍ کې له اتم څخه نهم مقام ته لوېدلی دی.

د یو ورځنیو توپ اچوونکو په تازه درجه بندۍ کې هندي جسپریټ بومرا خپل ځای ساتلی او په لومړۍ شمېره دی، نیوزیلنډی ترین بولټ دوهم، د سویلي افریقا چټک توپ اچوونکی کاګسو راباډ درېیم، اسټرالیايي پاټ کمېنس څلورم، د سویلي افریقا ورو توپ اچوونکی عمران طاهر پنځم، افغان توپ اچوونکی مجیب الرحمن خپل ځای ساتلی او شپږم، د انګلستان توپ اچوونکی کرېس ووکس اووم، د اسټرالیا چټک توپ اچوونکی مېچل سټارک اتم، راشدخان نهم او د نیوزیلنډ توپ اچوونکي ماټ هینري لسم ځای خپل کړی دی.

همدارنګه د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کې راشدخان له لومړي مقام څخه پنځم مقام ته ښکته شوی دی.

د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کې د بنګله‌دېش توپ اچوونکي او توپ وهوونکي شکېب الحسن لومړی، د انګلستان بین سټوکس دوهم، محمد نبي درېیم، د پاکستان لوبغاړي عماد وسیم څلورم، راشد خان پنځم، د انګلستان کرېس ووکس شپږم، د ویسټ انډیز جوسن هولډر اووم، د نیوزیلنډ میچل سنټنر اتم، د سویلي افریقا اندلي پهالکیو نهم او هندي لوبغاړي هارډیک پانډیا لسم ځای خپل کړی.

د کرېکټ په تېر نړیوال جام کې راشدخان ښه ونه ځلېد، چې نه یې ډېرې ویکټې واخیستې او نه یې ځانګړې منډې جوړې کړای شوې، چې له امله یې ترې نور لوبغاړي مخکې شول.

Related posts