اګست 24, 2019

۲۰ داسي ځایونه چې په ژوند کې باید یو ځل هرومرو ولیدل شي

۲۰ داسي ځایونه چې په ژوند کې باید یو ځل هرومرو ولیدل شي

ابو بکر مهاجر

انسان د الله تعالی له سترو مخلوقاتو څخه دی او له پیدایښت څخه تر مرګ پوري د الله تعالی د جوړو شوو شیانو او مخلوقاتو سره خوا کې اوسي. د الله تعالی د مخلوقاتو سره مینه هم لري او تل هڅه هم کوي چې نوي ځایونه ومومي او دوره یې وکړي. په دې هڅه کې هغه خورا ستر ځایونه موندلي چې ځیني یې قدرتي او ځیني یې د انسان د لاس تیار کرده دي. هر انسان به ښایي هیله وکړي چې په ژوند کې یې یو ځل دغه ځایونه لیدلي وای.

۱: سانټوریني، یونان

دا په یونان کې یو له انتهایي عجیبه ځایونو څخه دی. دا په حقیقت کې د سایکلیډ یوه جزیره ده. ویل کیږي چې دغه جزیره په ۱۶ پیړۍ کې ویجاړه شوې وه خو له هغه وروسته بیا ودانه شوه او د هري ورځی په تېرېدلو سره یې ښکلا زیاتیږي. د ورتګ لپاره تر ټولو په زړه پوري وخت یې له اپریل څخه د ستمبر تر میاشتي پوري دی. په دې ښار کې نوري ډیري جزیرې هم شته او تر څنګ یې لمر ته د لمبېدلو ځایونه هم چې له دغو څخه هر یو به یې د ژوند نه هېرېدونکې تجربه وي. هلته یو قدرتي د لامبو وهلو جوړ تالاب شته چې له نړۍ څخه سیلانیان د ځان لورته کشوي.

۲: د کاپیلانو ځوړند پل

د نړۍ یو بل عجیبه ځای چې باید ولیدل شي، د کاپیلانو ځوړند پل دی. دغه پل د کاناډا د کولمبیا ایالت په وانکور ښار کې شتون لري. د دې ښکلا هم خلګ ځان ته جلبوي. پل تقریبا ۱۴۰ میتره اوږد او له لاندې څپه وهونکي ویالې څخه ۷۰ متره لوړ دی. پل خلګو ته چانس ورکوي چې لومړی باید د کاپیلانو د ځوړند پل پارک هم وویني چې عجیبه ښکلا لري.

۳: روم

د نړۍ یو بل ښکلی ځای چې په لیدلو ارزي په اټلي کې د روم زوړ ښار دی. دا د مغربي ثقافت مرکز هم بلل کیږي. څلور طرفه سیټونه لرونکې سماعت ګاه چې د نړۍ له نښه ییزو یادګاري ځایونو څخه بلل کیږي، هم په روم کې دی. هیڅوک به داسي نه وي چې د دې ځای د لیدلو له هیلي کولو پرته دي له روم څخه راستون شي. د دې ترڅنګ پینتین او پیزا نوانا هم د روم له ښکلو ځایونو څخه دي.

۴: تاج محل

د نړۍ یو بل جالب او ښکلی ځای د هندوستان د اګرې ښار تاج محل دی. دا ځای د میني یادګار بلل کیږي. دا ځای په ۱۹۳۲ کې د مغل پاچا شاه جهان له لوري د خپلي مېرمني ممتاز محل د میني د سوغات په توګه ودان شوی دی. تاج محل د یامونا دریاب پر جنوبي څنډه پروت دی. د تاج محل سپین رنګ خلګ له لري ځایونو څخه ځان ته جلبوي او د مغل امپراتورۍ د ودانیو له تاریخي شاهکاریو څخه بلل کیږي.

۵: سیف الملوک جهیل

یو له سترو ځایونو څخه چې باید هرومرو ولیدل شي د پاکستان په شمالي طرف کې واقع سیف الملوک جهیل دی. دا د کاغان په شمالي دره کې ناران ته نږدې پروت دی. سیف الملوک جهیل د سمندر له سطحي څخه ۱۰۵۷۸ فوټه لوړ او اوبه یې د کونړ په سیند ګډیږي. جهیل مالیکا پربت غره ته نږدې پروت دی چې د یادي درې تر ټولو هسکه څوکه بلل کیږي.

دوام لري…

Related posts