اګست 24, 2019

”نه ماتېدونکي“ هم د عامو عسکرو په کتار کې ودرېدل

”نه ماتېدونکي“ هم د عامو عسکرو په کتار کې ودرېدل

ابراهیم میر

په غیرمعمولي ډول، طالبانو پرون شپه (د جولای ۱۵مه) د بادغیس په آب کمري ولسوالۍ کې چاپې ته ورغلي نږدې ټول عسکر تارومار کړل.

سیمه ییزو چارواکو او کورنیو رسنیو د خپلو سرچینو له خولې لیکلي، تېره شپه کله چې د شپې شاوخوا ۱۲ بجې ځانګړي ځواکونه په میده قل سیمه کې پلي شول، د طالبانو تر درانه برید لاندې راغلل، چې په نتیجه کې یې تر ۳۰ زیات ځانګړي عسکر قتل شول، او ۸ نور طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلل. (بل خوا، طالبان وايي چې ۳۹ عسکر قتل، ګڼ شمېر ټپیان او ۱۶ نور ژوندي نیول شوي دي.)

د ځانګړو ځواکونو د شپنيو عملیاتو دا ډول شکست کمساري دی. دا پېښه داسې مهال ترسره کیږي چې د کابل حکومت ځواکونه په دې وروستیو کې د ریکارډ په کچه تلفات ګالي.

د تیرې جون میاشتې له ۲۸مې بیا د روانې جولای میاشتې تر ۴مې (یوازې په اتو ورځو کې) د کابل حکومت تر ۲۶۴ زیات نظامیان ووژل شول. دا رنګه، د روانې جولای میاشتې له ۵مې بیا تر ۱۱مې د حکومت ۱۴۳ نظامیان وژل شوي دي.

 یوازې په ۱۵ ورځو کې د تر ۴۰۷ زیاتو پوځیانو او وسله والو بایلل د یوه حکومت لپاره هیڅکله ښه پیغام نه لري — خصوصا داسې مهال چې د ځواکونو مورال، شمېر، د واک سیمې او مشروعیت یې ورځ په ورځ ټیټیږي.

د نوک ځواب په سوک:

له کله چې د تېر ۲۰۱۷ز کال په وروستیو میاشتو کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سټراټيژۍ تر اعلان وروسته په هېواد کې یو ځل بیا د شپنیو عملیاتو کم یا متوقف بهیر د پخوا په پرتله څو چنده ګړندی شو، طالبانو تر ډېره یوازې د ځان په ساتلو کفایت کړی دی.

خو کله چې د دې شپنیو عملیاتو له امله، چې د امریکايي استخباراتي ادارې سي آی اې تر نظر لاندې د کابل حکومت د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا ترسره کیږي او هوايي ملاتړ هم له ځان سره لري، د طالبانو زیاتره تحرکات او بریدونه له خنډ سره مخ شول، دې ډلې یې په غبرګون کې د دې عملیاتو پر ترسره کوونکو او رهبرۍ باندې بریدونو ته پاملرنه وکړه.

 په غزني، میدان وردګ، لوګر، کابل او نورو ولایتونو کې پر هغو ځایونو موټر بم بریدونه وشول چې د کابل حکومت چاپه مار ځانګړي ځواکونه پکې مېشت وو.

د دې ترڅنګ، طالبانو خپل جنګیالي تر ممکنه حده په شپنیو وسایلو تر سمبالولو وروسته هغوی ته د شپې پر مهال د تیارسئ او تر ممکنه حده د چاپې ماتولو امر وکړ.

د طالبانو د همدې چمتووالي له امله په دې وروستیو کې ګڼ شمېر شپني عملیات له شکست سره مخ شوي، (چې د کابل په سروبي، د پکتیا په ګرده څېړۍ، او د بادغیس پرونۍ چاپې ماتېدل یې وروستۍ بېلګي دي،) او معمولًا یوازې د ملکي وګړو په وژل کېدو، ځورول کېدو، بندي کېدو او د هغوی د ملکیتونو په ویجاړېدو منتج کیږي.

Related posts