اګست 24, 2019

د وحشتونو د قربانیانو شمېرل نور بس دي

د وحشتونو د قربانیانو شمېرل نور بس دي

خط اول:
وړمه شپه ګډو کورنیو او بهرنیو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ پر څلورو کلیو باندې په چاپه کې ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان کړي دي.
د سیمې د اوسېدونکو په خبره، عسکر په نیمه شپه کې پر کورونو ورننوتل او د شپې په وروستیو ساعتونو کې بېرته له سیمې ولاړل – خو د ځینو وسله والو تر څنګ یې ۷ بېګناه ملکي وګړي هم ووژل.
د چاپې پر سهار د شهیدانو خپلوانو جنازې د اعتراض په ډول لېږدولې، او په اوښلنو سترګو یې د تیرې شپې جریان بیاناوه.
یو سپین ږیری، چې د د درد له امله یې خبرې بندې-بندې کېدې، په ویډیو کې ویل، ”دا څنګه وحشت دی؟ داسې وحشت خو په ټول ژوند ما والله که لیدلی وي“.
بابا ښايي په خپله خبره کې تر ډېره حده صادق وي. ځکه تر روسانو او د هغوی د ملاتړو افغانانو له دورې راوروسته به ښايي داسې نه وي پېښ شوي چې د وخت د حکومت تر ټولو ښه روزل شوي ځواکونه دې په نیمه شپه کې هغه بېګناه کس په خپل کور کې وژني چې دوی یې د ساتلو ادعا کوي.
بهر حال، د جغتو تر پيښې څلور شپې وړاندې، د جولای په ۸مه، د همدې ولسوالۍ په ګاونډ دایمیرداد (جلګه) ولسوالۍ کې پر یوه روغتون باندې د ځانګړو ځواکونو په چاپه کې هم لږترلږه د ډاکټرانو په شمول ۵ کسان ووژل شول.
د جلګې پر روغتون تر چاپې وروسته، د بشري حقوقو د څار ادارې په یوه اعلامیه کې په چاپه کې د شریکو ځانګړو ځواکونو او د هغوی د قومندانانو د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.
پر کلي، کور، بازار، روغتون، مکتب، مدرسې باندې دا چاپې لومړنۍ نه دي. دا هر څه، تر څه وقفې یا کمېدو وروسته، له دوو کلونو راهیسې د نړۍ د بشرپالۍ د دعوه کوونکو په امر او تر نظر لاندې روان دي – او لا معلومه نه ده چې تر څو به روان وي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي پلاوي، یوناما، د روان ۲۰۱۹ز کال د اپرېل میاشتې په یوه رپورټ کې ویلي و چې سږ کال د چاپو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د یوناما په خبره، زیاتره هغه چاپې چې ملکي وګړو ته پکې تلفات اوړي، د کابل حکومت د ملي امنیت د ځانګړو قطعو او یا نورو ځانګړو ځواکونو – چې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې ملاتړ ورسره لري – لخوا ترسره شوې دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان جګړه اوس د نړۍ تر ټولو خونړۍ او مرګونې جګړه بلل کیږي، پر ملکي وګړو او اهدافو باندې عمدي بریدونه نور هم زیات شوي دي. یوازې د دې بریدونو د بېګناه قربانیانو شمېرل (او یا هم بیخې سترګې پرې پټول) به د جنایاتو شمېر لا زیات او ترسره کوونکو ته به یې نور جرأت هم ورکړي.

Related posts