اګست 24, 2019

د ډیټا رسوایي: فیسبوک ۵ بلیونه ډالر جرمانه شو

د ډیټا رسوایي: فیسبوک ۵ بلیونه ډالر جرمانه شو

د عامه اړیکو پر ویب پاڼي فیسبوک باندې د تاریخ تر ټولو زیاتي ډیټارسوا کولو له امله ۵ بلیونه جرمانه ولګېدل.

امریکایي وفاقي تجارتي کمیسیون پر فیسبوک باندې د ۸۷ ملیونه کارونکو خلګو د ډیټا د استعمالولو له امله د تاریخ تر ټولو ستري جرمانې ۵ بلیونه ډالرو اجازه ورکړه.

د امریکایي میډیا مطابق وفاقي تجارتي کمیسیون ایف ټي سي(Fedral trade comession) د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د فیسبوک خلاف څیړني پیل کړي وې چې په نتیجه کې یې دا خبره څرګنده شوه چې کیمبرج تجزیاتي ډیټا د فیسبوک د کارونکو ډیټا ته لاس رسی موندلی دی.

په څیړنو کې دا خبره واضحه شوې ده چې فیسبوک د ۲۰۱۱ کال د عهد مخالفت کړی دی چې پر بنسټ یې نوموړي ته د کارونکو د ډیټا له حاصلولو مخکي د هغوی خوښي ترلاسه کول او هغوی په دې اړه خبرول ضروري ؤ.

تیر کال فیسبوک اعتراف وکړ چې هغه د کارونکو ډیټا استعمال کړې وه او ویل یې چې کارونکي به بیا ترې خبروم.

د جرمانې پر دې مقدار باندې ډیرو سیاسیانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د کارونکو د ډیټا د غلا په نسبت دا جرمانه ډېره کمه ده.

پر فیسبوک باندې د لګول شوي جرمانې مقدار ۵ بلیونه ډالر دی چې دا د فیسبوک د ګټي څلورمه حصه ده.

Related posts