ننګرهار کې بمي چاودنې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

 

عزم(شنبه، ۲۲ چنګاښ ۱۳۹۸): نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې په یو رینجر موټر د مقناطیسي ماین له امله چاودنه شوې.

له دغه ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوی چې چاودنه د جلال اباد ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې،د کابل اډې ته نږدې رامنخته شوې چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
ویل کیږي چې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې ندی منلی خو ننګرهار کې داسې پیښې اکثره طالبان خپل مسئولیت ګڼي.

ځايي چارواکي وايي د پیښې په اړه پلټنې روانې دي. چې جزئیات به یې وروسته رسنیو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې دی چې پدې وروستیو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي او دولت یې هم په مخنیوي کې پاتې راغلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close