جولای 23, 2019

مالیې وزارت: د ټاکنو نږدې نیمایي بودیجې د ورکړې لپاره مو بهرنیانو ته سترګې دي

مالیې وزارت: د ټاکنو نږدې نیمایي بودیجې د ورکړې لپاره مو بهرنیانو ته سترګې دي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۰چنګاښ،۱۳۹۸) د مالیې وزارت چارواکي وایي، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د غوښتل شوې بودیجې ورکړې ته چمتو دي، خو په وینا یې چې بشپړ مبلغ لا هم نه شي پوره کولی.
د دغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي نن په یوه خبري ناسته کې وویل، په ټوله کې شاوخوا ۱۱،۳میلیارده افغانۍ د دغې پروسې لپاره غوښتل شوې، چې دوی چمتو دي له دغه مبلغ نه یواځې ۶،۹ میلیارده افغانۍ ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، پاتې ۴،۴میلیارده افغانۍ چې معادل د ۵۹ میلیونه ډالره کیږي، د امریکا او ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرامونو له لارې به دې پروسې ته ورکړل شي.

په داسې حال کې چې هیواد له سخت اقتصادي رکود سره لاس او ګریوان دی او د افغانۍ ارزښت هم بیسارې کچې ته رالویدلی، د مالیې وزارت لخوا د دومره لوی مبلغ پیسو ورکړې ته د شک په سترګه کتل کیږي.
بلخوا بیا د نړیوالو لخوا د پیسو د ورکړې هیلې بیا هم د تیر په څیر هغه اندیښنې راپارولې چې ګواکې هغوی به داځل هم هڅه وکړي تر څو د بیا ځل لپاره هغه څوک واک ته ورسوي چې د امریکا او لویدیځو هیوادونو ګټې په افغانستان کې خوندي کړي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې چې د امریکایي سفارت په مستقیم دخالت مخته ولاړې په پایله کې یې اشرف غني د ملي یووالي د حکومت مشر وټاکل شو، چې پر سبا یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک او امریکایي پوځیانو ته یې په هیواد کې د هرډول خپلسرو عملیاتو اجازه ورکړه

Related posts