برېتانیا رسماً ایران د خپلې بېړۍ په لار کې په خنډ اچولو تورن کړ

برېتانیا نن پنجشنبه رسماً وویل د ایران اړوند درو کښتیو هڅه کړې چې د خلیج فارس په اوبو کې د دې هېواد د یوې تېل وړونکې بېړۍ لار بنده کړي.

برېتانیا په خپله اعلامیه کې، چې د رویټرز خبري اژانس لخوا خپره شوې، له ایرانه غوښتي چې په سیمه کې دې وضعیت ته د پای ټکی کیږي او له ترېنګلتیا پیدا کولو ډډه وکړي.

د نړیوالو اژانسونو د راپورونو په بنسټ، پرون چهارشنبه د ایران د سپاه پاسداران ځواک اړوندو درو کښتیو د برېتانیايي British Heritage تېل وړونکې بېړۍ د مخې نیولو هڅه وکړه، خو یوه بله برېتانوۍ بېړۍ د دواړو لورو ترمنځ حایله شوه.

ایران دا تورونه رد کړي دي.

دا پيښه داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې برېتانوي بېړیو د جبل الطارق له سمندري ځواکونو سره د یوې ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ په نیولو کې مرسته وکړه.

دې ایرانۍ بېړۍ سوریې ته تېل وړل. د جبل الطارق دولت وايي چې بېړۍ یې سوریې ته، چې د اروپايي اتحادیې لخوا بندیزونه پرې لګول شوي، د تېل وړلو له امله نیولې ده.

ایران د بېړۍ تر درېدو وروسته د غچ اخیستلو ګواښ کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close