جولای 23, 2019

يواځې درې رنګه ملي بيرغ

يواځې درې رنګه ملي بيرغ

يواځې درې رنګه ملي بيرغ/ شهرت ننګیال

پتمن صاحب مننه!

اوږده موده مې د وينې له فشاره مالګه نه ده څکلې، د چا د مالګې او نمک حلالۍ له کړاو خلاص يم، خوله مې له اوبو ډکه نه ده، مقام او چوکۍ ته مې سترګې خړې نه دي، په کومه ناپړيته کې مې له چا سره ګوتې نه دي خوږې کړې، د کومې ډلې په ننګه مې ضمير ته سرټيټ نه دی. د ظالم او جابر له هو او نه سره مې د سر خوځولو له درانه باره اوږې سپکې دي، د خپلې خبرې پر وړاندې مې د چا زور او زر د مخې خنډ نه دي ګرځولی، چوکۍ ته مې سترګې نه دي ټيټې کړې، د مقام تمه مې له زړه ايستلې…

کوم مقام ته مې عريضه نه ده ورکړې، له کوم چارواکي سره مې راشه درشه او مراوده نشته، د پټو تنخواګانو او ډالري لوريينو په لست کې به مې نوم راونه وځي، که راووت او ژوندی وم پرمخ لاړې راتو کړئ، که مړ وم پر قبر مې اور بل کړئ.

څرنګه چې د سرکار د مهربانيو لالهاندې نه ده راپېښه، ځکه خو هېڅ لوری زما د ضمير غږ ته زنځير نشي اچولی او د زړه خبرې مې په خوله کې نشي راوچولی.

له دريو څلورو مياشتو ډيری سيمو کې د شپنيو عملياتو قيامت راټيټ دی، خو په وردګو کې له دغو عملياتو هره شپه محشر او هر ساعت عرسات ګرځېدلی. دغو عملیاتو د وحشت داسې بړبوکی را الوزولې چې ژوند يې پخپله خونړۍ منګول کې يرغمل کړی، د ځوانيو لو يې ګډ او د ساګانو پر مرۍ يې پښه ټينګه ده.

د ميډيا افغانستان کابلدی، ارګ دی، سپيدار دی، پارلمان دی، ماڼۍ دي، خو افغانستان يواځې کابل، ارګ او سپيدار نه دی. بل د افغانستان پنځه ديرش مليونه وګړي دي، افغانستان ۳۴ ولايته، ۳۹۸ ولسوالۍ، زرګونه کلي، درې، بانډې، په سلګونو زره کورونه، کیږدۍ، جونګړې، ۶۵۲۰۰۰ کيلو متره مربع پراخوالی دی.

ميډيا يوازې د کابل او لويو ښارو، ماڼيو، د ارګ، سپېدار او پارلمان پرمختياوې خبر ګڼي، په نوماندانو، ټاکنو، قطر کې يې سترګې ښخې دي. لکه څرنګه چې زموږ سياست د ښارونو دی، دغسې ميډيا هم تر ارګ، سپيدار، پارلمان، څو واټونو او ماڼيو پورې محدوده ده.

د ميډيا لپاره خبر د ارګ، سپيدار، پارلمان او څو بې خاصيته او ليلام شويو سياسي مداريانو د ډلبنديو، غونډو په ښکر او لکۍ پورې تړل شوی، د همدغو سياسي مداريانو د څرګندونو په شخوند د ټاک شوګانو فضا توده ساتي.

زه منم چې دغه غميزه يوازې تر وردګو، چک، جغتو، دايمرداد، سيد آباد پورې محدوده نه ده، دا د ۳۴ ولايتونو، ۳۹۸ ولسواليو او زرګونو کليو کيسه ده، د پينځه ديرش مليون وګړو کيسه ده، دغه ټولې کيسې د تپلې جګړې له همدغسې بريدونو، مرګونو، زخمونو او ويجاړيو سره غوټه دي، هلته چې په همدغسې يوه بريد کې د نړيدلي کور له کنډوالو، يواځینی ژوندی راوتلی نارينه ولچک دی، پرمخ يې توره کڅوړه ورکش ده، د نړيدلي کور له کنډوالو يې د ميرمنې او ماشومانو چيغې زيږوي خيژي، پخپلو چيغو او زګيرويو کې يې د خپل ژوند ټوله کيسه رانغښتې، په خپلو چيغو، زګيرويو کې وايي: د خدای پار دی، ژوندي يو در وموباسئ.

د ځانګړو ځواکونو په لاس کيوتی د کور ولچک نارينه وايي: زه خو مو نيولی یم، لاس مې ولچک دي، دومره وکړئ چې ميرمن او بچيان مې له دې لوټو لرګيو راوباسئ. که دا نه کوئ بيا زما يو لاس راخلاص کړئ زه به دا لوټي لرګي ايسته کړم خو ځواکونه يوه نه کوي، د دوی بېړه ده، تلولي دي، هغوی بايد خپل ښکار يا په اصطلاح لاس ته راوړنه ژر الوتکې ته پورته او له سيمې وتلی وای، هغوی بايد د خپلو برياليو عملياتو رپوټ لوړو مقاماتو ته ورکړی وای، هغوی بايد خپلو برياليو عملياتو کې د ترهګرو او طالبانو د ځپلو خبر د رسنيو له لومړني خبري سرويس اورېدلی وای، د دغو بریاليو عملياتو له امله يې پر اوږو د ترفيع، رتبې ستوري او نښې لګېدلي او د خپلو خلکو د فتحه کولو صله ترلاسه کړې وای.

خلک له ويرې تر سهار کورونو کې ايسار دي، سهار چې پر کنډوالو درېږي او لوټې لرګي پورته کوي د کور ميرمن او ماشومان په حق رسېدلي.

د کليوالو پر اوږو اووه جنازې بار شي، څنګ په څنګ اوو قبرونو ته د يوې ښځينه او شپږو ماشومانو مړي ټيټ او له خاورو لوټو را ايستلي جسدونه له سره تر تورو خاورو لاندې کړای شي، کليوال حيران دي چاته د غمرازۍ لاس پورته کړي، چاته د خواخوږۍ او تسليت سترګې واړوي، چاته د فاتحې لاس لپه کړي، له چا سره پر غمشريکي خوله بېرته کړي؟ څوک په دې هم نپوهېږي چې د کور يواځينی نارينه ځواکونو ورسره بيولی، که يې غوښې هډوکي بمونو الوزولې، يا يې چيرې په کوم لښتي، وياله او کنده کې مړی غورځولی؟

دا هم د جګړې يرغمل د پنځه ديرش مليون وګړو د يوې کورنۍ کيسه ده، پر دغه کلي او کورنۍ د شپنيو عملياتو د بريا او د دغه کورڼۍ د بربادۍ کيسه ده، د اتلو ځواکونو د لاسته راوړنو خبر دی، د ترهګرو او طالبانو د ځپنې زيری دی.

پر بمونو د دروازو له الوزولو او پر کور له ورلويدو، ځواکونو ښځينه او ماشومان په يوه کوټه ننيستل، دروازه يې پسې وتړله، د کورنۍ درې واړه نارينه يې له ځان سره کړل، ښځينه داسې ګڼي چې ګنې نارينه يې بنديان بوتلل، خو دوی نارينه يوې ګوښې خونې ته ننيستلي او هلته يې پر بې غږه وسله پر سرونو ويشتلي.

سهار چې د څنګ کاله خلک دغه کور ته ورغلل او په ښځينه وو پسې يې تړلې دروازه پرانيستله، ټولو دا ګڼله چې نارينه يې ورسره بيولي او چاپه په خير تېره شوې، ځکه چې زما په وطن کې بنديتوب او ټپي کېدل د خير او خوښۍ خبر ګرځېدلی، خو لږ وروسته کومه ښځينه هغه ګوښې کوټې ته په سر وردننه کولو، ګوري درې واړه نارينه د خپلو وينو په ډنډ کې پراته دي، دا يواځې يوه، دوې او درې کورنۍ نه دي، د هر افغان پر سينه د دغسې پرهرونو خوله ښخه ده.

په همدغو شپنيو عملياتو کې د يوې کورنۍ دوه ژڼي ترې تم شول، پلار او کورنۍ يې په دې اند چې ځواکونو ورسره بيولي، له والي تر وزيره ننواتې کيناستل، په هر مقام او اداره يې ننواتې وکړه، هر چارواکي ته يې عريضې ورسولې، خو کومه پته يې ونه شوای لګولی.

لس ورځې وروسته د غونډۍ په لمن کې غځېدلې وچې ويالې پر غاړه کارغان ګوري چې الوزي را الوزي، چې ورغلل د دغو دوو ژڼيو جسدونه په ګوليو غلبيل پراته دي، د جسدونو شاوخوا سپي پراته دي چې کارغان پر جسدونو کيني دوی يې ترې وشړي.

دا مدرسې چې اوس شپنيو عملیاتو کې د چاپو نښنه ګرځي د حکومت له خوا د پوهنې وزارت اړوند رسمي مدرسې دي، د مدرسو تورم او پړسوب د حکومت پړه ده، پر همدغو خيالي او نيمه خيالي مدرسو، ښوونځيو، ښوونکو، زده کوونکو، د کرپشن او فساد اډانه دريدلی، د سرکار او طالب دواړو د درغليو منابع ګرځېدلي، د چک د نيک پايقول په چوڼۍ کې پر يوه مدرسه شپنيو عملياتو کې لس زده کوونکي چې عمرونه يې له دوولس تر پنځلس پورې ښودل شوي ووژل شول.

د دريو څلورو مياشتو په دغو عملياتو کې به هرومرو طالبان په نښه شوي وي، خوا دا د يوې سپږې لپاره د ټول پوستين په اور غورځولو نخره ده.

په دې توګه له دغو عملياتو نه جومات خوندي دی، نه کور، نه کيږدۍ، مدرسه او ښوونځی. وروستی هغه د تنګې سيدان پر روغتون د شپنيو عملياتو بمباري ده چې پر ناروغانو سربېره پينځه ډاکتران هم په کې وژل شوي دي.

په ټوله کې دغه عمليات د قاموژنې هغه هڅه بلل کېډای شي چې بې له شکه د جنګي جرمونو او بشري ضد کړنو تور پرې لګېدلی شي.

طالبان د خپلو جنګياليو په غچ او انتقام کې د مخامخ او ځانمرګو بریدونو مخه موندلی شي خو له بده بخته چې په هغه غچ کې هم ډېری ملکيان هغه هم ښځينه ماشومان نښه ګرځي، خو د ملکيانو د پوښتنې درک نشته، د غبرګون غږ نه اورېدل کېږي، د انتقاد ژبه ګونګه او خولې ګنډلې دي، د اعتراض ژبه لال، او د لاريون پښې لاسونه شل شوټ دي، هيچا د ولسي وګړو د مړه، زخمي او بندی پوښتنه ونه کړه، د ولې او څرنګه څوک راپورته نشو.

ما هيله لرله، زه سترګې پر لار وم چې والي مظفر الدين به د خپلې ولسوالي او کلي د دغه غميزې په غبرګون کې لږ تر لږه استعفا ورکړي، د ډاکټر غلام فاروق وردګ زړه به د وزارتونو، مقاماتو او چوکۍ له حرص، لالچ او هوس موړ وي، کلميزيان به پر يوه نيمه خبره خپلې خولې چوله کړای شي، ويسا او مسير به په تور چوکاټ کې کومه ګټه راوباسي، کابل نيوز به کوم ځانګړی پروګرام چمتو کړي، يو مدني اعتراض به رامنځ ته شي، زما هغه يو درجن عزيزان چې په رسنيو کې له غره او سمې درته لګيا وي، پنځه ثانيې يوه غبرګون ته وباسي.

زما نه سرکاري دنده شته، نه له کوم حکومتي مقام سره اړيکه، نه د کوم مقام نوماند يم، نه مې کومې چوکۍ ته ګېډه خيشته کړې، نه چاته د سترګو اړولو مخه مومم، چې اړولې مې دي له خاورو خځلو مې ډکې موندلې، پخپله سر ټيټي معترف يم، تور مخي مې دومره، ايمان هغسې کمزوری، د ګناه پېټی دومره دروند چې ايله مې زور پخپل ځان بر دی، زما سره يواځې همدا قلم او خپل احساسات دي، خو دا زما شخصي احساسات نه دي، زما د ځاني اختلاف پايله نه ده، د کومې عقدې زيږنده او د کوم فشار هڅه او تمه نه ده. د پرديو ايډيالوژيو تړاو نه دی، بلکې زما خپل اصيل نشنليزم دی، زما د هېواد پالنې صداقت او حقيقت دی.

زما پر بدن د جګړې ښخه چاړه نوره هډوکي ته رسېدلې، دا زما مجبوريت دی چې له دغسې يوه سړيخور حکومت خپل براءئت او بغاوت اعلان کړم، رايه، بيعت مې بېرته واخلم، نور زما او دغه حکومت ترمنځ يوازې د درې رنګه ملي بيرغ اړيکه پاتې ده بس. زه د قار فقير، نقص فقير په انجام پوهېږم، که په کاسه کې يې راکوي، غلبيل کې دې تويې کړي چې څاڅکی هم راونه رسېږي…

زما قام ولس بې کسی نه، ناکسې ځپلی – زما قام د دغه ملت برخه ده، که خپلو محروميتونو ته د پای ټکی نشو موندلی لږ تر لږه د ژوند حق خو مو ښايي ځانو ته خوندي کړای شو.

دا د ليډري د مدعيانو هجوم په حقيقت کې د واک د مرکزونو له باډيګارډانو جوړ دی، د دوی مزاج، سيکالوژي، شخصيت، سويه او کريکټر د وزير، وکيل، سلاکار نه، د باډيګارډ دی.

دولت د مور حيثيت لري، چې خپل بچي تر خپلو وزرو لاندې په راټولولو خوندي وساتي.

موږ طالب له مخکې محکوم کړی، يواځې د ملکي زيانونو له اړخه نه، بلکې ټول جنګ مو محکوم بللی، له تېرو شلو کالو په دغه دريځ ټينګ يو، خو موږ پردي نيواک او ښکيلاک هم غندلی، په زور او توطئه چې هر پردی زموږ پر خاوره ختلی، بد مو ګڼلی او کاږه ورته ګورو.

نه دی سرکار د طالب غوسه پر موږ سړوي او نه دې طالب د سرکار د انتقام په موخه پر موږ راباندې کوي، او نه دې زموږ خپل مټونګيان زموږ د ارادې او وينو په سوداګري د خپلو چنو بازار تود ساتي.

په دې ټوله ميډيا، اصلي او جعلي شنونکو؛ په دې درجنو ديسانت شویو سياستمداريانو کې د ننګرهار صديق پتمن زما د قام غږ غبرګ کړ، ځکه خو زه پتمن خپل ليډر ګڼم، پتمن زما ليډر، زما مشر، زما نوماند او زما انتخاب دی.دی که د کوم مقام کانديد اوسي که نه زما ليډر دی، زما ووټ د پتمن دی، زما دعاګانې، نيکې هيلې له پتمن سره دي، خو زما قام هم ښايي له هغو مصنوعي، تصادفي او په چترۍ کې راکوز کړای شويو جعلي څېرو او د ليډري بېسواده مدعيانو باندې خپله رايه او قامي غيرت سپک نه کړي.

Related posts