پام غرور درنه ونشي

شاعر ادریس حنیف

د شــــهیـدو ارمــانـونـو بـــــرکت دی
دا د مـــاتو مــــاتو زړونو بــــرکت دی

دا چــــي لمـــر د ازادۍ په راختو دی
دا د پـــاکو پـــاکو وینو بـــــرکت دی

دا د کلــــي د بــې وزلــه یــتــیــمـانو
د ژړا او د اهــــونــــو بــــــرکت دی

پام غرور درنه وه نه شي طالب جانه
دا د رب د نــصـرتــونــو بــــرکت دی

په شفق د سپیني فتحي زیري ښکاري
دا د ستــړیـــو امیـــنـونـــو بــــرکت دی

ها سپــېڅلي فــدایان درنــه هېر نشي
دا د ســـویـــو جسدونو بــــــرکت دی

په دفـــتـر او په سنـګر چي بریالی یې
د مــــظلومـو ولســـونــو بـــــرکت دی

اې”حــنــیــفـه” د زخـمي زخــمي ګلانو
د دردونـــو پـــرهــرونــو بــــــرکت دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close