جولای 23, 2019

پاکستان: د دوه اورګاډو د ټکر له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان: د دوه اورګاډو د ټکر له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(پنجشنبه، ۲۰ چنګاښ ۱۳۹۸): د پاکستان په رحیم یارخان سیمه کې د دوه اورګاډو د ټکر له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستانۍ رسنۍ دځایي چارواکو له قوله وایي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو اورګاډی له پنجاب نه کوټې ته د تلو په حال کې و او په رحیم یار خان سیمه کې یې له یو بل اورګاډي سره ټکر وکړ.
چارواکي وایی په دغه پېښه کې لس کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د رحیم یار خان سیمې د پولیسو مشر وایي چې په اورګاډي کې لا هم ځینې کسان بند پاته دي چې شاید د مرګ ژوبلې شمیره لوړه شي.

تر اوسه د پیښې اصلي لامل ندی معلوم خو لومړني معلومات ښیي چې پېښه د اورګاډي چلونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده..

Related posts