جولای 23, 2019

د احصایې ملي اداره: تر ۲۰۵۰ کال پورې به د افغانستان د نفوسو کچه دوه برابره شي

د احصایې ملي اداره: تر ۲۰۵۰ کال پورې به د افغانستان د نفوسو کچه دوه برابره شي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۰چنګاښ،۱۳۹۸)

د احصایي ملي ادارې چارواکی وایي، په افغانستان کې د وګړو نفوس مخ پر ودې روان دی او د دوی تخمین ښیي چې ښایی تر ۲۰۵۰ کال پورې د افغانانو په نفوس کې دوه برابره زیاتوالی راشي.
د دغې ادارې مشر احمدجاوید رسولي چې نن یې د نفوسو د نړیوالې ورځې په هکله رابلل شوې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، د افغانستان د خلکو نفوس په ۲۰۰۴ کال کې د اټکل له مخې ۲۱،۶ میلیونه ۇ، چې دا کچه په ۲۰۱۸ کال کې ۳۱،۶ میلیونو ته رسیدلې ده.

نوموړی زیاتوي، همدا اوس د دوی د تخمین له مخې د افغانانو شمیر ۳۲،۲ میلیونو کسانو ته رسیدلی چې له دې ډلې یې ۱۵،۸ میلیونه میرمنې او ۱۶،۴ میلونه یې نارینه دي.

د احصایې ملی ادارې د چارواکو په وینا، له دې ډلې ۷۱،۳ سلنه خلک په کلیو او بانډو کې او ۲۴ سلنه په ښارونو کې ژوند کوي، چې له دې شمیر څخه یې یواځې۴،۷ سلنه کوچیان تشکیلوي.

د دغې ادارې چارواکی وایی، افغانستان کې په اوسط ډول هره کورنۍ اووه ۷ تنه غړي لري، دغه راز هره مور په اوسط ډول ۵ تنه اولادونه راوړي.
په دغه غونډه کې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل، د روغتیا له وزارت او د احصایي له ملي ادارې سره په ګډه کار کوي تر څو د نفوسو د چټک زیاتوالي د کابو تر څنګ د اقتصادي پراختیا او نفوسو د زیاتوالي ترمنځ منطقي توازن رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې او امریکا فشار پر دې زیات شوی چې باید د افغانانو د نفوسو د زیاتوالي مخه ونیسي، چې له همدې امله یې په روغتونونو کې د مرموزو مؤسساتو د ګمارلو په توسط په ولادي نسایي ناروغیو اخته میرمنو د بیځایه عملیاتو لړۍ پراخه کړې او په ګڼو روغتونونو کې د میرمنو د شنډیدو ځانګړې ګولۍ هم په یوه او بل نوم په وړیا ډول پر میرمنو ویشي.

بلخوا د پولیو په نامه د ماشومانو پر واکسین هم داسې تورونه دي چې ګواکې ماشومان په راتلونکي کې له دائمي شڼډ والي سره مخ کوي

 

Related posts