جولای 23, 2019

څیړنه: ۵۸ سلنه امریکایي پوځیان افغان جګړه بې ارزښته بولي

څیړنه: ۵۸ سلنه امریکایي پوځیان افغان جګړه بې ارزښته بولي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۰چنګاښ،۱۳۹۸)
د «پیو» په نامه نړیوال څیړنیز مرکز چې د عامه افکارو په برخه کې یې د امریکا پر هغو سرتیرو چې د عراق او افغانستان له جګړې نه راستانه شوي، ټولپوښتنه ترسره کړې، تازه یې د دې څیړنې جزئیات رسنیز کړي دي.

د ملیټري ټایمز ورځپاڼه وایي، د دې څیړنې ترمخه، د افغانستان د روانې جګړې په هکله ۵۸ ٪ سلنه امریکایي پوځیان وايي چې افغانستان کې ورته جګړه کول هیڅ ارزښت نه لري، خو ۳۸ ٪سلنه یې بیا مخالف لیدلوری لري او هغوی وایي چې دوی ته دا جګړه ارزښتمنه ښکاري.
خو د عراق په هکله بیا دغه فیصدي یوڅه لوړه ده او شاوخوا ۶۴ سلنه امریکایان د عراق جګړې ستړي کړي او په نه ارزښت ورته قایل دي، په داسې حال کې چې ۳۳ سلنه یې لا هم ملاتړ کوي.
د پیو څیړنیزه اداره د خپلو تحقیقاتو په تړاو وایي، چې دغه څیړنه کې یې د ۱۳۰۰ امریکایي متقاعدو عسکرو نظریات پوښتلي او په بنسټ یې دغه راپور چمتو کړی دی.
اداره وایي، د پوښتل شویو عسکرو تر نیمایي زیات په دې باور دي، چې عراق او افغانستان د امریکا ملي امنیت ته هیڅ نه شي پیښوولی او د دوی پوځي شتون هلته مطلق بې ګټې دی.

Related posts