غزني: د بې پیلوټه الوتکې بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۴ ملکیان وژل شوي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۰چنګاښ،۱۳۹۸)

راپورونه وایي، چې امریکایي بې پیلوټه الوتکو د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې دوه ځله په بیلابیلو سیمو کې پر ملکي اهدافو بمباري کړې، چې له امله یې ګڼ شمیر ولسي افغانان وژل شوي دي.

سیمیزې سرچینې وایي، تیره ورځ مازدیګر مهال دغزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د «باګو» په نامه سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو دملکي خلکو د سپرلۍ په سراچه ډوله موټر هوایي برید کړی ، چې په ترڅ کې یې درې تنه کلیوال وګړي ځای پر ځای شهیدان شوي او موټر یې هم په ټولیز ډول له منځه تللی دی.
په یوه بل خبر کې راغلي چې د همدې ولسوالۍ په «اسماعیل کابلو» کلي کې هم یو هوایي برید شوی چې په کې یو ۱۱ کلن ماشوم شهید شوی دی.

دا بریدونه داسې مهال تر سره کیږي، چې ارګ او امریکایي سفارت لا هم په بغلان کې د تیرې ورځې د ماشومانو پر وژل کیدو او میدان وردګو کې د روغتیاپالانو په نښه کولو په تړاو د کوم غبرګون جسارت نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close