جولای 23, 2019

د کانکور اولنمره: په ۲۴ساعتونو کې مې ۱۲ساعته درس وایه

د کانکور اولنمره: په ۲۴ساعتونو کې مې ۱۲ساعته درس وایه

عزم(پنجشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): پرون د ۱۳۹۸ل کال د کانکور پایلې اعلان شوې، چې څه باندې ۲۰۰سوه زره کسانو پکې ګډون کړی وو، خو په دومره ډېر شمېر کې یوازې د هرات یو ځوان احمد راشد یوسفي توانېدلی و، چې ۳۵۰ نمرې یوسي.

د کانکور په ازموینه کې اخیري نمرې ۳۶۰ دي، چې احمد راشد یوازې لس نمرې کمې اخیستې وې.

نوموړی د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی او د لوړو زده کړو وزارت د احمد راشد سربېره پنځو نورو لوړو نمرو اخیستونکو ته هم جایزې ورکړې.

احمد راشد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هره ورځ مې ۱۲ساعته درس وایه او طب مې د خوښې پوهنځی و، خو وېره هم راسره وه، ځکه که طب ته بریالی نه شي، نو یو نیم کلنه خواري به یې بې‌ځایه ولاړه شي. دی خوښ دی چې د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شو.

دی وايي، کله چې د لوړو زده کړو وزیر د کانکور عمومي اولنمره اعلاناوه، نو لا یې هم فکر نه کاوه، چې دی به د افغانستان په کچه عمومي اولنمره کېږي، خو کله چې د لوړو زده کړو وزیر دده نوم واخیست، نو د خوښۍ احساس یې وکړ.

نوموړي د ټولنیزو رسنیو له فعالانو هم مننه کړې، چې د نوموړي انځور یې لاس په لاس کړ او ډېرو خلکو ورته مبارکي ورکړه.

دی له حکومت غوښتنه کوي، چې د نړۍ یو معتبر پوهنتون ته یې ولېږي، څو د طب په برخه کې ښې زده کړې وکړي او په دغه برخه کې خپلو خلکو ته کار وکړي.

احمد راشد د کانکور ګډون کوونکو ته د سپارښتنې په ډول ویلي، د کانکور ګډون کوونکي هرکال ډېرېږي، خو وزارت ډېر کم محصلان جذبوي، نو د کانکور د ازموینې لپاره باید په منظم ډول درس وویل شي او ډېره خواري ورته وشي، څو د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شي.

Related posts