حامد کرزی: د سولې یوازېنۍ لاره خبرې دي

عزم(پنجشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): مخکني ولسمشر حامد کرزي په چین کې د نړیوالې سولې اتمې غونډې ته د وینا په مهال ویلي، چې په افغانستان کې د سولې یوازېنۍ لاره خبرې دي.

نوموړي ویلي، د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرو کې پرمختګونه شوي او له د دې بهیر د غځېدا غوښتنه یې کړې ده.

کرزي په دوحه کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ خبرې رغوونکي بللي، خو د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کولو وړاندیز یې هم کړی دی.

دی وايي، امریکا اوس له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو په لټه کې ده، نو افغانان باید دا فرصت ترلاسه کړي، چې طالبان هم د هېواد په راتلونکې سیاسي نظام کې د ګډون حق ترلاسه کړي.

کرزي داسې مهال له طالبانو غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، چې طالبانو دغه غوښتنه په بیاـ بیا رد کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close