طالبان: پر روغتونونو بریدونه جنګي جنایت دی

 

عزم(پنجشنبه، ۲۰ چنګاښ ۱۳۹۸): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل ادارې او بهرنیو ځواکونو له لوري پر روغتونونو بریدونه له ټولو بشري نورمونونو څخه مخالف عمل او جنګي جنایت بللی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له تیرو څو ورځو را په دې خوا د بهرنیو او کورنیو ځواکونو له لوري په بمباریو او چاپو کې «ګڼ شمیر صحي مراکز نړیدلي، د ډيرو ښو ډاکټرانو په ګډون ګڼ شمیرطبي کارکونکي شهیدان شوي، ټپيان شوي او یا نیول شوي دي.»

اعلامیه کې یو شمیر هغه پیښې یادې شوي چې په دغو نږدې ورځو کې د ګډو ځواکونو له لوري پرې بریدونه شوي دي.
«وړمه ورځ امریکايي او داخلي ګډو عسکرو د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ په تنګي دره کې په یو مهم روغتون چې خورا ډیرو خلکوته يې صحي خدمات وړاندې کول چاپه ووهله، د ۲ ډاکټرانو په ګډون يې ۴ تنه شهیدان او یوتن له ځانه سره یوړ.
ــ همدا راز يې د فراه ولایت بکوا ولسوالۍ په مرکز کې هم په صحي کلینیک چاپه ووهله، کلینیک يې تر ډيره ویجاړ، دروازې او کړکۍ يې ورته ماتې کړي، طبي سامانونه او لوازم يې له منځه یوړل.
ـــ د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ په مربوط ساحه کې يې د (CHC) په نامه په صحي کلینیک چاپه ووهله، کلینیک ته يې سخت مالي زیان ورساوه او ۲ تنه ډاکټران يې له ځانه سره یوړل.
ـــ د هلمند د مرکز اړوند د باباجي د کلینیک امبولانس موټر يي په بمبار کې ویجاړ کړ.
ـــ د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ د ایمرجنسي کلینیک مدیر ډاکټر ګل احمد او یوبل ډاکټر يې په امریکایي بمبار کې شهیدان کړل.»

طالبانو ویلي دي چې په صحي مراکزو باندې دغه ډول بې باکانه بریدونه او قصدا هغه نظامي هدف ګرځول په کلکو ټکو غندي او له ټولو بشري نورمونو څخه مخالف عمل او جنګي جنایت يې بولي.
همدا ډول د صحت نړیوال سازمان، بشري نهادونو، حقوقي ادارو او نورو بشرپالو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د صحي مراکزو په ضد د امریکایانو دا ډول وحشت وغندي، په اړه يې جدي څیړنې وکړي او د بیا لپاره د داسې جنګي جنایاتو مخه ونیسي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close