جولای 23, 2019

نړیوال جام: هندوستان په نیمه پای لوبه کې له نیوزیلنډ ماتې وخوړه

نړیوال جام: هندوستان په نیمه پای لوبه کې له نیوزیلنډ ماتې وخوړه

عزم(پنجشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د نړیوال جام په ۴۶مه لوبه کې نیوزیلنډ هندوستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ووت.

د دې لوبې پچه نیوزیلنډ ګټلې وه او په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې یې د ۸لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۹منډې جوړې کړې او هندوستان ته یې د ۲۴۰منډو هدف ورکړ.

د نیوزیلنډ په توپ وهوونکو کې روس ټایلر ۷۴، کین ویلمسن ۶۷، نیکولس ۲۸ او ګرینډهوم ۱۶ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د هندوستان په توپ اچوونکو بنهیشور کمار ۳، بومرا ۱، چاهل ۱، پانډیا ۱ او جدیجا هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

د هندوستان پیل ښه نه وو او په ۲۰ منډو کې یې څلور لوبغاړي وسوځېدل، خو ایم ایس ډوهني او جدیجا اوږده ملګرتیا وکړه او د هندوستان د بریا هیلې یې بیا راژوندۍ کړې، خو د دواړو له سوځېدو وروسته کوم بل لوبغاړي هدف ته ځان ونه شو رسولای.

د هندوستان په توپ وهوونکو کې جدیجا ۷۷، ایم.ایس ډوهني ۵۰، ریشب پانټ ۳۲، هارډیک پانډیا ۳۲ منډې وکړې او د ۴۹،۳ اورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او یوازې ۲۲۱ منډې یې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۸منډو په توپیر لوبه وبایلله.

میک هینري ۳، ټرینټ بولټ ۲، میچل سنټنر۲، فرګوسن ۱ او جیمي نېشم هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

نیوزیلنډ سږکال بیا پایلوبې ته ووت او نن د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ نیمه پایلوبه کېږي، چې ګټونکې لوبډله له نیوزیلنډ سره په پایلوبه کې مخ کېږي.

Related posts