کرېکټ: پر افتاب عالم د یوه کال لپاره بندیز ولګېد

عزم(پنجشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د ملي لوبډلې پر چټک توپ اچوونکي افتاب عالم یو کال بندیز لګولی دی.

د کرېکټ بورډ ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي« د افغانستان ملي لوبډلې توپ اچوونکى افتاب عالم د نړيوال جام پر مهال د ډسپلين د نه مراعت کولو له امله د يو کال لپاره د نړيوالو او کورنيو لوبو څخه کېنول شو او کرېکټ بورډ ورسره د يو کال لپاره قرارداد هم ختم کړ.»

د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په وينا، چې افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د کرېکټ نړيوالې شورا افتاب عالم له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېواد ته راولېږه. د دوى په وينا، چې د نړيوالې شورا د څېړنو نه وروسته افتاب عالم مجرم ثابت شو او د هغوى د شواهدو په رڼا کې د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په افتاب عالم يو کال بندېز ولګاوه. تر راتلونکي يو کال پورې افتاب عالم په هېڅ نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى او همدا راز د يو کال لپاره ورسره د کرکټ بورډ قرارداد هم لغوه شوى دى.

خو افتاب عالم د کرېکټ بورډ یاده پرېکړه غندلې ده او پر ده لګېدلي تورونه یې شخصي عقده بللې ده.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه د کرېکټ بورډ پرېکړه غندلې وه، خو له یو ساعت وروسته یې خپل پوسټ لرې کړی دی.

نوموړي لیکلي وو« که زه چېرته مجرم ثابت شوم لکه څنګه چې دوی وایي زه به کرېکټ د ټول عمر لپاره پریږدم».»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close