ملي سرود او بیرغ ته د درناوي مراتب او پاڅېدل

لیکوال: جعفر (عمریار)

دغه لیکنه په دریو برخو مشتمله ده ۱- ملي سرود او بیرغ څه وخت رامنځ ته شو؟ ۲- ملي سرود او بیرغ ته د درناوي مراتبو وړاندې کولو او پاڅېدلو په اړه د نوموتو اسلامي علماوو فتواګانې.۳- په اسلامي شریعت کې یواځنی مشروع بیرغ، رنګ او ډول یې.

(لومړۍ برخه)

ملي سرود او ملي بیرغ څه وخت رامنځ ته شو؟

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ، اصحابو، تابعینو او اتباع تابعینو په وخت کې د ملي سرود او ملي بیرغ په نوم څه نه وو ټاکل شوي، بلکه د اسلام بیرغونه لواء( سپین بیرغ) او رایة( تور بیرغ) چې په ټولو سیاسي او نظامي ډګرونو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه وو او د اسلامي امت سلفو او خلفو نورو اسلامي امراوو ورڅخه استفاده کړې ده، نوموړي شرعي بیرغ ته هم د اروپایي تقلید په سبک د کوم ډول تعظیم او درناوي مراتب نه دي وړاندې شوي، بلکه په غزاګانو او سیاسي ډګرونو کې تل هڅه شوې د اسلام د ځواکمن ساتلو او بري په نیت رپانده ساتل شوي دي، د غزا په ډېرو سختو ډګرونو کې مجاهدینو خپل سرونه قرباني کړي خو د اسلام بیرغونه یې هسک او لوړ ساتلي دي.

د ملي سرود په نوم کوم څه د اسلام په ټرمینالوژۍ، فقه، سیاست او تاریخ کې له سره شتون نه لري. داسې ترانه چې له موسیقۍ سره ګډه او خلط شوې وي د ډېری علماوو له انده غیر مشروع ګڼل شوې ده، ورته درېدل، تعظیم کول، سر ټیټول او د لویی نسبت ورته کول خو بلکل د شریعت له اصولو او توحید سره منافي او ټکر بلل شوي دي.

له تاریخي لحاظه کله چې د انګلستان د فریب او خاینو جنرالانو د خیانت په پایله کې په ۱۹۲۴ کال کې عثماني خلافت ړنګ شو، ورسره جوخت د انګلستان او فرانسې په طراحۍ سره اسلامي امت له ۵۲ څخه په ډېرو لویو او وړو دولتونو( دویلاتو) ووېشل شو او دوی دخپلې استعماري پالیسۍ له مخې د اسلامي امت زېرمې او نورې قيمتي سر چینې خپلو کې سره ووېشلې، چې دوی خپلې دغه طرحې او تړون ته د (سایکس او پیکو) نوم ورکړ.

د سایکس پیکو تړون له مخې د اسلامي خلافت ټول اداري واحدونه او ولایتونه په ځانګړو کوچنیو دولتو ووېشل شول او بیا فرانسې، انګلستان، اېټالیا او نورو استعماري دولتونو په نوبت وار ډول سره تر استعمار لاندې راوستل، دوی د خپلې استعماري پالیسۍ له مخې او ددې لپاره چې د اسلامي امت د بیا یوالي او اسلامي نظام د جوړښت مخه یې ډب کړې وي، د هر کوچني هېواد لپاره د ملت طرحه وړاندې کړه د ملت اصطلاح چې په انګليسي کې ورته ( نیشن) ویل کیږي یوه اروپایي او لاتیني اصطلاح ده چې په اروپا کې رامنځ ته شوې، هلته پوخوالي ته رسېدلې، او پر بنسټ یې نظامونه رامنځ ته شوي.

د ملت له اصطلاح څخه په لومړي سر کې د اروپایانو موخه دا وه چې څنګه د قومي بنسټونو په مټ د کلیسا دیني حکومت راوپرځوي او په ځای یې په قومي افکارو جوړ شوي نظامونه رامنځ ته کړي، دوی په خپله دغه طرحه کې کامیاب شول او په اروپا کې یې خپل قومي او د قومپالنې پربنسټ حکومتونه رامنځ ته کړل، دوی له خپلې دغه تجربې څخه په الهام اخیستلو عثماني خلافت ړنګ کړ، ترکي او عربي نشنلېزم یې ښه بنسټیزه کړ، پراخ کمپاینونه یې ورته وکړل، د عثماني خلافت په وړاندې یې ځینې عرب قومپاله وهابیان مسلح کړل، پاڅونونه یې تر سره کړل او د خلافت په ړنګولو کې یې خپله ونډه واخیسته.

له کله نه چې اسلامي امت د سایکس پیکو د تړون له مخې په ملي او قومي پولو ووېشل شو، نو استعمارګرو د نوموړو نظامونو د ټولو سیاسي او اداري تشکیلاتو د منحرفه کولو لپاره له همدغه اصطلاح څخه د مختاړي او وروستاړي په توګه کار واخیست او ټول تشکیلات یې پرې بناء کړل لکه: ملي یوالی، ملي حکومت، ملي اردو، ملي پولیس، ملي بیرغ او ملي سرود، دوی دغه چاره د دې لپاره تر سره کړه؛ ترڅو په قوانینو کې د اسلام او شریعت د اصطلاح په وړاندې یې بدیل موندلی او ولسونه یې هم پرې قانع او خوښ ساتلي وي، چې دوی پخپله فکري هوښیارۍ سره دا هرڅه په تدریجی توګه تر سره کړل، پکې بریالي شول، د خپلې فکرې جګړې په مټ یې دغه اصطلاح ته د اسلامي امت په منځ کې د تقدس او عظمت ځای هم پیدا کړ، دادي نن د اسلامي امت استحمار شوي ځوانانو ته شریعت له اصله مفهوم نه دی، د دوی ټول افکار په ملت راڅرخیږي، دوی د ملي پولو، ملي قوانینو، ملي اردو او ملي پولیسو لپاره قربانۍ ورکوي او فکر کوي چې د دوی همدغه قربانۍ او مبارزه له تقدیس او تعظیم ډکه ده.

نو په لنډه توګه ویلی شو چې د ملي سرود او ملي بیرغونو اصطلاح په امت کې له همدغه شدیدې زلزلې او ټکانه وروسته رامنځ ته شوي، خو الحمد لله استعمار چې هرڅومره زور وهلی دی، دغه اصطلاحات ېې د مسلمانانو فقهي او عقیدوي ټرمینالوژۍ ته نه دي داخل کړي، دا ځکه چې ويښ او بیدار علماء، داعیان، مبارزین او مجاهدین لا تر اوسه په امت کې ژوندي او د امت فرد فرد ته یې د دښمن دغه زهرجنه دسیسه افشاء کړې ده.

دا چې د ملي سرود بیتونه د یو څو فاحشو او سېکولر شاعرانو د غیر اسلامي فکر زیږنده ده همدارنګه موسیقي او د بیتونو زمزمه او دېکلمه یې بیا د فاحشو سندرغاړو او ډمانو له هنري سبک څخه تشکیل شوې برخه ده چې له سره د تقدیس او تعظیم وړتیا نه لري، بلکه د ډېری علماوو له انده ملي سرود او بیرغ ته پاڅېدل په حقیقت کې د وخت غاصبو، طاغوت صفته او جابرو چارواکو ته د عبادت، تعظیم او سرټیټۍ په مانا دی؛ ځکه له همدې سرودونو او بیرغونو سره د دوی د واک دوام ښه ژوره اړیکه لري او دوی غواړي د دغه زمزمو په مټ خپل واک وغځوي، تمدید یې کړي او پر ولسونو باداري وکړي.

دا چې زما لیکنه د ملي سرود او ملي بیرغ په اړه کومه فتوا نه ده او نه زه د فتوا اهلیت لرم، یواځې له فکري او تاریخي لیدلوري یوه لیکنه ده چې غواړم له مخې یې مسلمانانو ته د ملي سرود، ملي بیرغ او ورته نورو اصطلاحاتو په اړه وضاحت ورکړم، البته د لیکني دوهمه برخه مې د عربي نړۍ د نوموتو علماوو فتواګانو ته ځانګړې کړې چې په دې اړه یې ورکړې دي نو په مهربانۍ سره ملي سرود ته د درناوي مراتب وړاندې کولو او پاڅېدلو د حکم په اړه د لیکنې دوهمې برخې ته مراجعه وکړئ چې د دوی فتوا ګانې مې پکې ټکې په ټکي ژباړلې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close