جولای 23, 2019

«د هوايي چلند اداره د پاکستان پر ځای دوه نورې هوايي کرښې فعالوي»

«د هوايي چلند اداره د پاکستان پر ځای دوه نورې هوايي کرښې فعالوي»

عزم(چهار‌شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ملکي هوايي چلند ادارې د لویديځ څخه ختیځ ته دوه نوې لارې پرانیستې.

د ملکي چلند هوايي اداره وروسته له هغه دا اقدام کوي، چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې خپل هوايي حریم د افغانستان پر الوتکو بند کړی دی.

یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، دغه دوه نوې هوايي لارې له ختیځه د لویدیځ پر لور غځېدلي دي، چې د تاجکستان، چین او ختیځي اسیا پر سر تېرېږي او په دغه برخه کې یې له تاجکي چارواکو سره هم هوکړې ته رسېدلي دي.

د نویو لارو له پرانیستل کېدو وروسته به د اسیا ختیځ او لویدیځ ترمنځ لاره لنډېږي او د دُبۍ، قطر او نورو هېوادونو هوايي شرکتونه به هم له دې لارې ګټه واخلي.

« د دغو دوو لارو پرانيستل به د ختیځ او لویدیځې اسیا ترمنځ د الوتکو ترمنځ فاصله راټیټه کړي او فلای دوبۍ، قطر ایرویز، او نور هوایي شرکتونه به د دې لارې څخه کار واخلي.»

همدارنګه د لویدیځ ختیځ لاره، چې پخوا یې د پاکستان ختیځې او لویدیځې برخې څخه تېرېدې، په لویدیځ او ختیځ کې د اصالاحاتو په راوستو سره پرانيستل شوه او په دې سره به بېرته ختیځه آسیا د لویدیځې آسیا سره ونښلول شي.

د چارواکو په وینا دا لارې د افغاستان لپاره مهمې دي او د هوايي چلند نړیوالې ادراې«IATA» او هوايي شرکتونو د نویو لارو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

Related posts