نن د کانکور ازموینې پایلې اعلانېږي

عزم(چهار‌شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د لوړو زده کړو وزارت وايي، نن ۱:۴۵بجه به د ۱۳۹۸ل کال د کانکور پایلې اعلان کړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«ټاکل شوې نن د ۱۳۹۸ کال کانکور آزموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې د آزموینې عمومي اول نمره تر پنځم نومره کامیابانو د نومونو په اخیستو سره د لوړو زده کړو وزارت له خوا اعلان شي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کانکور د پایلو د اعلان پر مهال به د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو سربېره لوړ پوړي چارواکي، د ملي شورا غړي او د پوهنتونو رئیسان هم ګډون وکړي.

په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي سربیره د اړوندو ادارو لوړ پوړي چارواکي، ملي شورا غړي او د پوهنتونو رئیسان او استادان هم ګډون کوي.

تراوسه معلومه نه ده، چې یاد وزارت سږکال د هېواد په پوهنتونو کې څومره محصلان جذبوي.

هرکال له ۲۰۰سوه زره ډېر زده کوونکي د کانکور په ازموینو کې ګډون کوي، خو د لوړو زده کړو وزارت یوازې له ۲۰ نه تر ۳۵محصلان جذبوي او نور بې سرنوشته پاتې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close