جولای 23, 2019

هرات: د ځمکي توتاتو په کښت کې زیاتوالی راغلی

هرات: د ځمکي توتاتو په کښت کې زیاتوالی راغلی

عزم(چهار‌شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د ځمکنیو توتاتو په کښت کې زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ریاست مسوولین وايي، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې له دوه هکتاره ځمکې څخه ۳۰ ټنه ځمکني توتان راټول شوي، چې له اټکله یې ډېر حاصل ورکړی دی.

د هرات د کرنې رئیس عبدالصبور رحماني په خبره، د هرات هوا د ځمکنیو توتاتو له مناسبه ده او په دغه ولایت کې یې کښت هم مخ په زیاتېدو دی.

دی وايي، اوس د هرات ځمکي توت ګاونډیو ولایتونو ته هم وړل کېږي او په راتلونکې کې به یې بهر ته هم صادر کړي.

خو په هرات کې د ځمکنیو توتانو د فارمونو مسوولین وايي، پخوا په دغه ولایت کې د یو کیلو ځمکني توتو بیه ۲۵۰ افغانۍ وه، خو اوس چې له بهره نه واردېږي، نو بیه یې هم ۵۰ افغانیو ته راښکته شوې ده.

دوی له حکومت غوښتنه کوي، چې حاصلات یې بهر ته صادر کړي او په لوړه بیه یې ترې وپیري.

په هرات کې د ځمکنیو توتانو سربېره زعفرانو هم ښه حاصل ورکړی، چې د افغانستان په کچه په دغه ولایت کې ډېر زعفران کرل کېږي.

Related posts