سیرت صحابه حضرت مصعب بن عمیر (رضی الله عنه) درسونه او عبرتونه (دریمه برخه)

راټولونکی: صهیب خالد
ښکاره خبره ده چې صحابه کرام رضی الله عنهم اجمعین الله تعالی جل جلا له د نبي کریم صلی الله علیه و سلم د خدمت لپاره خاص کړي وو،نو د صحابه کرامو ژوند زموږ لپاره یوه نمونه ده،موږ چې کله د صحابه کرامو سیرت اورو یا يې لولو نو یوازي د هغه څخه باید خوند وانخلو،بلکي د هغه څخه ډیر څه زده کړو.
د هر صحابي د ژوند څخه بي شمیره درسونه زده کولای سو.لکه څرنګه چې دلته زموږ او ستاسي موضوع د حضرت مصعب بن عمیر رضی الله عنه سیرت وو چي په مخکینیو درسونو کښي وړاندي سو بي شمیره درسونه زده کیږي چي د بیلګي په ډول ځیني یې په لاندي ډول سره دي.

درسونه:
۱ــ کله چې حق راته ښکاره سو نو سمدلاسه باید لبیک ورته ووایو.
کله چې نبي کریم صلی الله علیه و سلم د حق بلنه پیل کړه نو مصعب رضی الله عنه سمدلاسه لبیک ورته ووایه،چي له دي ځایه څخه موږ زده کړل،کله چې حق راته ښکاره سو نو سمدلاسه باید د هغه ملاتړ او ملګرتیا و کړو.
۲ــ کفار او د هغوی ملګري هیڅکله زموږ دوستان نسي کیدای.
کله چې مصعب بن عمیر رضی الله عنه د اسلام مبارک دین قبول کړ،نو د ده د اسلام راولو نه په خبریدو سره د ده خواخوږي مور خناس بنت مالک او د کورنۍ د نورو غړو بیساري محبت په سخت نفرت بدل سو او مصعب رضی الله عنه يې په ځنځیرانو و تاړه او په یوه توره کوټه کې يې بندي کړ.
له دي ځایه څخه موږ او تاسي ته معلومه سوه،لکه څرنګه چې د پخواني او اوسني مشرکین په فکر،عقیده او د اسلام سره په دښمنۍ کې هیڅ توپیر نه سره لري،نو څرنګه چې د مصعب رضی الله عنه د مور او کورنۍ ببیساري محبت په نفرت بدلیږي او دهغه رضی الله عنه سره دښمني پیلوي نو څنګه به اوسني کفار چي نه زما او ستا وطنداران دي او نه په نسب کې کومه خپلوي سره لرو دوستان و ګرڅي نو دا به تر ټولو لوی احمق او بي عقل وي چې کفارو په دوستی نیسي.
۳ــ د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه و سلم د میني او محبت په خاطر هر څه قربانول.
موږ او تاسي د مصعب بن عمیر رضی الله عنه په سیرت کښي و لوستل چي دی رضی الله عنه د ډیري ښکلي ځوانۍ خاوند وو،داسي وریښمیني جامي به يې اغوستلي چې قیمت يې دوه سوه درهمو ته رسیدی او بینظیره خوشبو به يې استعمالوله،خو کله چې يې ایمان راوړ،نو دا هر څه(د مور او کورنۍ بیساري محبت،ښکلي ځواني…) يې د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه و سلم تر میني قربان کړل.
۴ــ جهاد فی سبیل الله او دعوت الی الله.
د مصعب بن عمیر رضی الله عنه د سیرت څخه بل درس چې موږ او تاسي باید پند ورڅخه واخلو هغه د جهاد او دعوت ترغیب دی،لکه څنګه چې ده رضی الله عنه خپل ځان دالله تعالی د دین د دعوت او فی سبیل الله جهاد لپاره وقف کړی وو همدارنګه باید موږ او تاسي هم خپل ځانونه د دعوت الی الله او جهاد فی سبیل الله ته وقف کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close