نړیوال جام: نن د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ برخلیک ټاکونکې سیالي ده

عزم(سه‌شنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د نړیوال جام په ۴۶مه لوبه کې نن هندوستان او نیوزیلنډ په نیمه پایلوبه کې سره مخامخ کېږي، چې ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته لاره پیداکوي.

په روان نړیوال جام کې د نیوزیلنډ او هندوستان سیالي د ورښت له امله مساوي اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته یوه، یوه نمره ورکړل شوه.

هندوستان په روان نړیوال جام کې په نهو لوبو کې اووه ګټلي، یوه یې مساوي شوې او د انګلستان پر وړاندې یې سیالي بایللې ده او تراوسه په جدول کې لومړی ځای لري، خو نیوزیلنډ بیا په نهو لوبو کې پنځه ګټلي، یوه یې مساوي شوې او درې یې بایللي دي.

نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت دوه بجې پیلېږي، چې د مانچسټر ښار په ځايي وخت لس بجې به پیل شي.

نیوزیلنډ او هندوستان په نړیوالو جامونو کې اووه ځلې مخ شوي، چې څلور یې نیوزیلنډ او درې یې هندوستان ګټلي دي.

سبا ته د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې انګلستان او اسټرالیا مخ کېږي، چې ګټونکې لوبډله به یې د نننۍ ګټونکې لوبډلې سره پایلوبه کوي.

د کرېکټ نړیوال جام د جون په ۲۹مه پیل شوی، چې د جولای په ۱۴مه به یې پایلوبه ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close