بغلان کې د ملکي مرګ ژوبلې په خلاف قهرجن لاریون روان دی

 

عزم(سه شنبه، ۱۸ چنګاښ ۱۳۹۸): تیره شپه د بغلان مرکز پلخمري کې ګډو ځواکونو د ملکي خلکو په کورونو چاپه اچولې چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې.

له سیمې څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل کیږي چې بیګا شپه ګډو ځواکونو پلخمري کې په ملکي خلکو د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله یواځې د یوې کورنۍ ۷ وګړی شهیدان شوي چې اکثره یې ماشومان دي.

د سیمې خلکو دا مهال د شهیدانو جسدونه د بغلان مرکز ښار ته راوړي دي او قهرجن لاریون کوونکي د ملي وحدت حکومت په مشرانو د مرګ مرګ نعرې وهي.

له کله نه چې د طالبانو او امریکا مذاکرات پیل شوي ګډ حکومت او بهرنیو ځواکونو د ملکي خلکو پر وژنو کې زیاتوالی راوستی چې اکثره خلک د دوی دا لړۍ پر طالبانو باندې د فشار اچولو لپاره بولي تر څو دیته حاضر شي چې حکومت سره مذاکراتو ته زړه ښه کړي.

دا پداسې حال کې دی چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو په وروستۍ ورځ پرون ناوخته په ګډ پریکړه لیک کې دا هم یاد شوي وو چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټیټه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: