جولای 23, 2019

کرېکټ: افغانستان الف لوبډلې په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

کرېکټ: افغانستان الف لوبډلې په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

عزم(سه‌شنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان الف لوبدلې د بنګله‌دېش الف لوبډلې ته د ۷ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې وه، خو بنګله‌دېش ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې د انعام الحق د ۱۲۱ناسوځېدو منډو په مرسته یې ۲۵۳منډې جوړې کړې.

د افغان توپ اچوونکو له لوري قیس احمد او یمين احمدزي درې ـ درې، نوین الحق ۲ او شرف الدين اشرف یوه ویکټ ترلاسه کړه او یو لوبغاړی په منډه وسوځېده.

افغان لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ په توپوهنه کې ۲۵۷ منډې جوړې کړې چې تر سيالې لوبډلې یې څلور منډې زياتې وې. د توپوهنې په برخه کې قیس احمد ۴۶ ناسوځيدلې، افسر ځاځي ۴۵، عثمان غني ۳۹، ابراهیم ځدراڼ ۳۷ او شرف الدين اشرف ۳۱ زیاتې منډې ترلاسه کړې.

بنګله دېش الف لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې، چې د افغانستان لپاره قیس احمد پکې ۷ ويکټې ترلاسه کړې. دغه راز یمین، نوین او شرف یوه ـ یوه ويکټ واخیسته.

که څه هم په دویمه پاڼۍ کې عثمان غني په دوه منډو وسوځيده، خو ابراهیم ځدراڼ په ۷۶ منډو او لوبډلمشر ناصر جمال په ۵۹ منډو ناسوځيدلي پاتې شول او د ۷ ويکټو په توپیر یې په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې یې بنګله دیش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دویمه پاڼۍ کې بهیر شاه محبوب په ۲۰ منډو او شاهد الله کمال په ۱۵ منډو وسوځيدل.

قیس احمد چې په دواړو پاڼيو کې یې لس ويکټې واخیستې او په لومړي پاڼۍ کې په توپوهنه کې ۴۶ ناسوځيدلې منډې هم جوړې کړې وې؛ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده چې له یادې لوبډلې سره به افغان الف لوبډله یوه بله څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ (لیست اې) لوبې هم ترسره کوي.

Related posts