غزني او هرات کې د دو نجونو په ګډون ۹ تنه ملکیان بمباریو وژلي

 

عزم(دوشنبه، ۱۸چنګاښ،۱۳۹۸)
راپورونه وایي چې امریکایی ځواکونو د خپلو بې پیلوټه الوتکو په مټ په غزني او هرات کې پر بیګناه ولسي افغانانو مرګوني هوایي بریدونه کړي او د مالي زیان سربیره یې د سر دروند زیان ور اړولی دی.

خبر زیاتوي، وړمه شپه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ اړوند، د «ګبرو» پر کلي د بې پیلوټه الوتکې برید شوی چې پایله کې یې د عبدالهادي په نوم یو کلیوال او د نوموړي دوه لوڼې په شهادت رسېدلې دي.

دغه راز د غزني د مرکز اړوند،د «پیر زاده» پر  کلي هم بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې د کلي ملا امام (مولوی احمد) او یو بل سپین ږیری کلیوال یې ځای پرځای په شهادت رسولي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د همدې ولایت د مرکز اړوند، سپنده سیمه کې وړمه ورځ د شلګر ولسوالۍ د زاړه کلینک دوه مؤظف ډاکتران ( ډاکتر ګل احمد، او ډاکتر موسی خان) چې دواړه د سیمې یواځني روغتیاپالان ؤ، په یوه هوایی برید کې ځای پرځای شهیدان شوي دي.
آخوا بیا له هرات ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې تیره ورځ ماسپښین مهال د یاد ولایت دشینډنډ ولسوالۍ اړوند سیمه کې بې پیلوټه الوتکې د اوبو د برمې پر کارکونکو برید کړی چې په پایله کې یې دوه کارکونکي چې سره وروڼه هم ؤ، شهیدان شوي دي.
دا بریدونه داسې مهال کیږي، چې په همهاله توګه امریکایي چارواکي او د هغوی افغان متحدین په یوه غږ له طالبانو غواړي، ترڅو د بهرنیو او داخلي پوځیانو پر وړاندې خپل بریدونه یومخ ختم او یا هم کموالی په کې راولي.

د والسټریټ ژورنال ورځپاڼه وایي، د دې لپاره چي پر طالبانو د مذاکراتو پر مېز فشار زیات کړي، امریکا له تیرکال راهیسې د دغې ډلې پر وسلوالو او د هغوی پر خوندي مرکزونو پراخو بمباریو، شپنیزو عملیاتو او خونړیو بریدونو ته زور ورکړی و، خو په وینا یې چې « تر اوسه داسې نښې نښانې نشته چي د هغوی نظامي فشار دې پر طالبانو کومه محسوسه اغېزه کړې وي، بلکې په مقابل کې یې طالبانو خپل بریدونه لاپراخ او ګڼې نورې سیمې یې ترخپل کنترول لاندې راوستلې دي»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close