پیغام؛ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

ته چې بریمن یې حاجت نشته انعطاف ته
سوله به د زړ‎ہ پر دیوال لیکمه طواف ته

دوست که د کفارو شې، ذلت دې بیا تقدیر گڼه
ما باندې باور مه کړ‎ہ، قسم ورکړ‎ہ سیاف ته

مشر چې تسلیم شو د پنبې پر تول یې وتله
دومرہ یې ډانډس کړ‎، چې دعا وکړ‎ي نداف ته

دین دنیا دې دواړ‎ہ د حضرت په شانې ډوبې شوې
څوک به دا خبرہ غوږ‎ کې ووایي کشاف ته

اور ھمدوی بل کړ‎ي او کرزی ورته پوکی وھي
خدایږ‎و چې حیران یم د شمال غلو ایتلاف ته

ارگ مو د عزت شمله خو اوس د فحاشۍ اډہ
زور یې د مشرانو ټول وتلی زیرې ناف ته

ته که سم په نرہ د اشغال په خلاف ودریږ‎ې
ولې به زما او ستا مشکل ځي اختلاف ته؟

ـــــــــــــــــــــــــــــ
حفیظ الدین پیرزادہ
د جولای ۶/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close