اګست 24, 2019

فاریاب: ګډوځواکونو دوه بیګناه وګړي په خورا وحشیانه ډول وژلي

فاریاب: ګډوځواکونو دوه بیګناه وګړي په خورا وحشیانه ډول وژلي

 

عزم(یکشنبه، ۱۷چنګاښ،۱۳۹۸) راپورونه وایي چې افغان ځانګړو عسکرو د خپلو امریکایی ملګرو په مستقیمه قومانده د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر کورونو شپنۍ چاپه وهلې او د ګڼو کورونو د ویجاړۍ ترڅنګ یې ولسي خلکو ته د سر دروند زیان هم ور اړولی دی.

سیمیزې سرچینې وایي، ګډوځواکونو په دغه حمله کې ګڼ کورونه ویجاړ کړي او دوه تنه کلیوال وګړي یې چې یو یې د سیمې دکاندار او یو بل مسافر وو، په خورا وحشتناک ډول شهیدان کړي دي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو چارواکو د پیښې د پخلي ترڅنګ د وژل شويو کسانو شمیر ۱۸ تنه بللی او ټول یې وسلوال طالبان یاد کړي دي.
په همدې حال کې سیمیز خلک د دولتي ځواکونو ادعا ردوي او زیاتوي چې ګډوعسکرو په قصدي ډول یواځې سیمیز بیګناه وګړي په نښه کړي دي.

پر ولسي افغانانو دابرید داسې مهال ترسره کیږي، چې په همهاله توګه ګڼ شمیر افغان سیاسي مشران له طالبانو سره په قطر کې جرګه شوي او له هغوی غواړي چې د امریکایي پوځیانو او د هغوی د افغان ملګرو پر وړاندې جګړو کې کمښت راولي.

 

Related posts