اګست 24, 2019

د افغان حاجیانو د لومړۍ ډلې پرواز به د چهار شنبې پر ورځ وي

د افغان حاجیانو د لومړۍ ډلې پرواز به د چهار شنبې پر ورځ وي

 

عزم(یکشنبه، ۱۷چنګاښ،۱۳۹۸)
ټاکل شوې ده چې د افغان حاجیانو لومړۍ ډله د راتلونکې چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځ مکې مکرمې ته روان شي.
د حج او اوقافو د وزارت د عمومي اړیکو مسؤل ناصرالدین دریځ فارس خبري اژانس ته ویلي، سږکال به هم د تیرکال په څیر شاوخوا ۳۰ زره تنه افغان حاجیان د اسلام د پنځم رکن (حج ) د آدا کولو لپاره مکې مکرمې ته واستول شي.

نوموړي زیاته کړې، استول شوي حاجیان به له یوې میاشتې تر ۴۵ ورځو پورې وي، چې د حج د مراسمو له پای سره سم به یې د بیرته راتګ لړۍ پیلږي.

د عمومي اړیکو مسؤل ویلي، هر کال کوښښ کوي چې د حاجیانو د تیر کال ستونزو ته پاملرنه وکړي چې په خبره یې، سږکال هم د اوقافو وزارت له اړوندو سعودي شرکتونو سره په همغږي د هوټلونو، د تګ راتګ د امکاناتو، روغتیایي آسانتیاؤ او د اوسیدنې د اطاقونو ښه او مناسب خدمات برابر کړي دي.

بلخوا د بلخ د حج او اوقافو رئیس محمود دانشجو ویلي، د چهارشنبې پر ورځ به لومړنی پرواز د دغه ولایت د حاجیانو وي.

د سهمیې له مخې سږکال به هم د تیرکال په څیر له بلخ ولایت نه ۱۲۰۰ حاجیان او له نهو شمالي ولایاتو به  ټولټال۷۵۰۰ حاجیان د حج لپاره واستول شي، چې د استولو موده به یې شاوخوا ۱۵ ورځې وخت ونیسي.

Related posts