وال سټریټ ژورنال: امریکا د پراخو بمباریو په زور هم طالبان له خپل دریځ نه په شاه نه کړل

 

عزم(یکشنبه، ۱۷چنګاښ،۱۳۹۸) د والسټریټ ژورنال ورځپاڼه د طالبانو او امریکا ترمنځ روانو مذاکراتو ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو قوي دیپلوماسي او واحد دریځ د دې لامل شو چې امریکایي مرکچیان ورسره هر دور مذاکرات ارزښتمن بولي.
ورځپاڼه وایي، د دې لپاره چي پر طالبانو د مذاکراتو پر مېز فشار زیات کړي، امریکا له تیرکال راهیسې د دغې ډلې پر وسلوالو او د هغوی پر خوندي مرکزونو پراخو بمباریو، شپنیزو عملیاتو او خونړیو بریدونو ته زور ورکړی و، خو په وینا یې چې « تر اوسه داسې نښې نښانې نشته چي د هغوی نظامي فشار دې پر طالبانو کومه محسوسه اغېزه کړې وي، بلکې په مقابل کې یې طالبانو خپل بریدونه لاپراخ او ګڼې نورې سیمې یې ترخپل کنترول لاندې راوستلې دي»

ورځپاڼې د یوه امریکایي دیپلومات له قوله ویلي، چې امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو سولې ته ډیر اهمیت ورکوي او په همدې موخه یې د سپټمبر تر لومړۍ نیټې یوه هڅوونکې وړاندوینه هم کړې ده.
ژورنال په مذاکراتو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اختلاف له عمده ټکي هم پرده پورته کړې او زیاتوي چې طالبانو په غوڅ ډول له امریکې غوښتي چې په ۹ میاشتو کې افغانستان پریږدي، خو امریکا بیا د ۳۰ میاشتو خبره کوي، چې ښایي دا نیټه هم ژر نهایي بڼه خپله کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close