سیرت صحابه حضرت مصعب بن عمیر (رضی الله عنه) (دوهمه برخه)

راټولونکی: صهیب خالد

حضرت مصعب (رض) د رسول اکرم (صلی الله علیه و سلم) په مجلس کښي د تل کښیناستلو له امله یو ستر دیني عالم او فقیه سو کوم سورت چې به نازلیدی هغه به يې سمدلاسه حفظ کوی،همدا وجه وه کله چې د یثرب خلکو له رسول اکرم (صلی الله علیه و سلم) سره بیعت و کړ او بیا یې د خپلو خلکو لپاره د قران د معلم غوښتنه و کړه نو پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) له هغو سره حضرت مصعب (رض) و لیږی تر څو چې خلک د الله (جله جلا له) خواته دعوت کړي د هغه په بلنه او ښوونه د مدیني منوري زیاتره خلک په اسلام مشرف سول.
مدیني ته د سرور کائنات (صلی الله علیه و سلم) او مسلمانانو له هجرت کولو نه وروسته هم حضرت مصعب (رض) د دعوت او تبلیغ سپیڅلي وظیفي ته ادامه ورکړه له یوي خوا دا او له بلي خوانه د جهاد د میدان سرښندونکی سپاهی ؤ. د هجرت په دویم کال د رمضان په میاشت کښي چې کله د بدر ستره تاریخي غزا مینځ ته راغله،د حق او باطل پدی لومړنی معرکه کښي د هغو دري سوه دیارلس فدائیانو په ډله کښي چې د کائناتو د خالق لخوا د تیرو او راتلونکو ګناهونو د بخښل کیدو زیری ورکړل سو یو تن حضرت مصعب (رض) ؤ، نه یوازي په غزا کښي برخوال ؤ بلکي د مهاجرینو لوی بیرغ رسول اکرم (صلی الله علیه و سلم) پدي معرکه کښي هغه ته په لاس کښي ورکړی ؤ د احد په غزا کشي چې د هجرت د دریم کال د شوال د میاشتي واقعه ده هلته هم رسول کریم (صلی الله علیه و سلم) د مهاجرینو بیرغ حضرت مصعب (رض) ته و سپاری.
د احد په غزا کشي چې کله مسلمانان په ازموینه کښي واقع سول او له تکلیفونو سره مخامخ سول،د اویا تنو په خوا و شا کښی شهیدان سول حتی پخپله د دواړو جهانو د سردار (صلی الله علیه و سلم) غاښ شهید او مبارک مخ يې زخمي سو نو په مؤقتي ډول د مجاهدینو په صفونو کښي ماتي ګډه سوه مګر پدي سختو شیبو کښي هم حضرت مصعب (رض) د فولادو پشان محکم ولاړ ؤ او په لوړ اواز يې وویل: زه به هیڅکله پرینږدم چې د رسول الله (صلی الله علیه و سلم) بیرغ نسکور سي، په یو لاس کښي يې توره او په بل کښي بیرغ ؤ او په پوره میړانه يې پر پر کفارو باندي ګوزارونه کول پدي وخت کښي د مشرکانو مشهور پهلوان ابن قمیه پر هغه باندي د توري ګوزار و کړ او د هغه ښی لاس يې غوڅ کړ،هغه بیرغ په کیڼ لاس کښي و نیوی کله چې يې کیڼ لاس هم ترینه غوڅ کړ نو په شوټو لاسونو سره يې بیرغ په سیني پوري جوخت و نیوی،په پای کښي ابن قمیه د هغه له علم او ایمان نه ډکه مبارکه سینه د نیزي په څوکه سوری کړه او د شهادت جام يې نوش کړ.
د جنګ له ختمیدو وروسته چې کله رسول کریم (صلی الله علیه و سلم) د جنګ په میدان کښي د شهیدانو مبارک جسدونه پخپله کتل د مکي په دغه ښکلي او نازولي ځوان يې سترګي و لګیدي چې پړمخي پخپلو وینو کښي لت پت پروت دی،د هغه جسد سره نزدي و دریدی له مبارکو سترګو نه يې بي اختیاره اوښکي توی سوي او مبارک ایت يې ولوستی چې: (من المؤمنین رجال ….).
یعني له مؤمنانو څخه ځیني شخصیتونه داسي دي چې له الله (جل جلا له) سره خپل کړی تعهد يې پوره کړ،ځینو خپله نذرانه اداء کړه او ځیني نور د وخت د راتلو انتظار باسي او پخپله تګلاره کښي یې هیڅ تبدیلي نده راوستي،بیا يې مصعب (رض) ته په خطاب و فرمایل: ما په مکه کښي ستا په څیر ښایسته د ښه لباس اغوستونکی بل نه ؤ لیدلی خو نن وینم چې ستا وریښتان په ګردونو پټ او انجړ دي او یوازي یو څادر درباندي پروت دی،زه شاهدي وایم چې تاسي به د قیامت په ورځ د الله (جل جلا له) په حضور مشرف سی.
بیا يې امر و کړ چې مصعب (رض) ته کفن ورکړی،خو د هغه د تکفین لپاره همدار یو څادر ؤ،دومره تنګ لنډ چې سرته به يې راکش کړی پښي به یې لوڅي پاتي کیدلي او که پښو ته به يې راکش کړی سر به يې لوڅیدی،په پای کښي يې پر سر باندي څادر او پر پښو باندي د سرګړی واښه واچول او دفن يې کړ.(رضی الله عنه)

نور بیا… ان شاء الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close