جولای 23, 2019

جان سپکو: امریکا او افغان حکومت د نشه‌يي توکو په مخنیوي کې پاتې راغلي

جان سپکو: امریکا او افغان حکومت د نشه‌يي توکو په مخنیوي کې پاتې راغلي

عزم(یکشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې«سیګار» مشر جان سپکو وايي، امریکا او نړیوالې ټولنې په تېرو اتلسو کلونو کې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې میلیاردونه ډالر بې‌ځایه لګولي دي.

دی وايي، په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره د امریکا د یوې منظمې تګلارې نشتوالي او د امریکا او افغان حکومت ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوې، چې افغانستان د نړۍ د مخدره توکو په تولید کې پرله‌پسې لومړی ځای ونیسي.

«تر نن پورې موږ د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې ستراتېژي نه لرو، هغه څه چې موږ په خپل وروستي راپور کې ورته اشاره کړې دا دي چې د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې همغه پخوانۍ کړنلارې دي. د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې هېڅ هڅې نه‌شته.»

د ده په خبره، امریکا او نړیوالې ټولنې په تېرو اتلسو کلونو کې میلیاردونه ډالر بې‌ځایه لګولي دي.

«امریکا په افغانستان کې ۱۳۲ ملیارده ډالره د بیارغونې په برخه کې لګولي دي، خو له دې جملې ځینې پیسې بې‌ځایه لګول شوي دي.»

نوموړی وايي، امریکا په افغانستان د بېلابېلو پروژو لپاره میلیاردونه ډالر داسې لګولي، چې د پروژو لپاره یې ّهېڅ کړنلاره نه لرله او نه یې له پیسو څخه په سم ډول ساتنه کړې ده.

د امریکا له راتګ سره افغان حکومت هرکال د فساد په برخه کې د نړۍ لومړی، دوهم او درېیم ځای خپلوي.

په تېرو اتلسو کلونو کې له افغان حکومت سره ډېری مرستې د څو کسانو جېبونو ته تللي دي  او د بیارغونې په نامه پروژو یوازې څو میاشتې عمر کړی دی.

Related posts