جولای 23, 2019

هرات کې «للمي» غنمو څلور برابره ډېر حاصل ورکړی

هرات کې «للمي» غنمو څلور برابره ډېر حاصل ورکړی

عزم(یکشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې للمي غنمو څلور برابره ډېر حاصل ورکړی دی.

د یاد ریاست مسوولین وايي، سږکال په دغه ولایت ک ۵،۱میلیون ټن غنمو د حاصل اټکل کېږي، چې په تېرو کلونو کې دغه اندازه کمه وه.

ځايي بزګر هم خوښ دي، چې د نورو کلونو په پرتله یې حاصلات ښه وو.

دوی وايي، سږکال یې د ۱۰۰کیلوګرامه غنمو څخه ۱۶۰۰کیلوګرامه حاصل راټول کړی.

د هرات په ګڼو سیمو کې للمي غنم کرل کېږي، خو ډېره برخه یې په رباط سنګي ولسوالۍ کې کرل کېږي، چې سږکال یې حاصلات ښه شوي دي.

تېر ژمی په ټول هېواد کې ډېرې واورې او ورښتونه وشول، چې له بزګرانو یې د څو کلنې وچکالۍ وېره ختمه کړه او سږکال یې حاصلات څو برابره زیات شوي دي.

Related posts