اګست 24, 2019

غزني: د ملي امنیت په مرکز چاودنه شوې

غزني: د ملي امنیت په مرکز چاودنه شوې

دویم تعقیب: د غزني برید کې د ملي امنیت مرکز مکمل تخریب شوی

د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي د نن سهار په برید کې د ملي امنیت مرکز په بشپړه توګه نړیدلی دی.

نوري په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې په برید کې د ملي امنیت یو شمیر کارمندان وژل شوي او ټپیان دي.

یو شمیر رسنیو بیا د والي د ویاند له قوله لیکلي چې په پېښه کې د اتو نظامیانو په ګډون ۱۲ کسه وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان دي.

پخوانی

عزم(یکشنبه، ۱۶ چنګاښ ۱۳۹۸): نن سهار مهال اته نیمې بجې شاوخوا په غزني ښار کې د ملي امنيت پر يوه مرکز د موټربم چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

عیني شاهدان وايي، چې چاودنه د غزني ښار په شاه مير سيمه کې د ملي امنيت پر يوه مرکز شوې چې په همدې سيمه کې یې د شاه مير لېسې ښيښې ماتې شوې چې يو شمېر زده کوونکي يې هم ټپيان کړي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم چاودنه د ملي امنیت پر یوه مرکز. بولي او وایي چې چاودنه کې یو تن وژل شوی او له شلو زیات ټپیان دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې رسنیو ته ویلي چې نن سهار یې د غزني ښار کې د استخباراتو (ملي امنیت) یو مهم مرکز باندې موټر بم برید ترسره شوی.

طالبانو ویلي چې په چاودنه کې «مرکز ویجاړ شوی، لسګونه تنه د استخباراتو کارمندان او عسکر په کې وژل شوي او ټپيان دي.»

Related posts