د ولس په وینو د سیاست کولو درې بیلګې

حافظ هجرت

له تیرو څو کلونو راهیسې د جانکیري په لاس په ګران هیواد کې د ملي وحدت په نامه جوړ شوي حکومت د هیواد په لر او بر کې په بېلا بېلو نومونو د خپل ولس بې بها وینې تویې کړې .

نوموړي حکومت د خپلې پنځه کلنې دورې په اوږدو کې د خپل بادار د خوشحالولو لپاره لسګونه مساجد او مدارس ، ښوونځي او کلینکونه په ړندو بمباریو او وحشیانه چاپو کې ړنګ او ویجاړ کړل او پکې یې د علماؤ ، استاذانو او د ډاکترانو په شمول زرګونه ولسي وګړي مړه او ټپیان کړل .

دا چې نوموړی حکومت د ولسي خلکو له خوښې او رایې پرته رامینځته شوی او له اوایلو څخه یې په ولسي خلکو کې کوم خاص محبین او پلویان نه درلودل ؛ نو د ظلمونو ، وحشتونو او بربریتونو دې کرغېړنې لړۍ یې نور هم د ګران هیواد میړني او مومن ولسونه له ځان څخه متنفر کړل او د شته پلویانو له انتقادونو ، اعتراضونو او دښمنیو سره مخ شو .

بل لوري ته د همدې حکومت په مقابل کې مخالف ډله “طالبان” چې له پخوا راهیسې یې په هیواد کې له نیمایي زیات ولسونه پلویان او خواخوږي ول ، د حکومت د روانو ظلمونو او وحشتونو له کبله یې پلویان او خواخوږي نور هم څو چنده زیات شول او آن تر دې پورې چې د هیواد زرګونه ځوانان ورسره په وسلوال مقاومت کې مسلح ملګري جوړ شول .

پخپله د طالبانو مقابل لوري حریفانو “امریکایانو” هم د طالبانو په زیاتوالي اعتراف کړی او ویلي یې دي چې ورځ تر بلې د طالبانو په لیکو کې زیاتوالی راځي .

له همدې کبله حکومت اوس یوه بله ناکامه او سل وارې تجربه شوې سیاسي پروسه پر مخ اچولې تر څو په ولس کې د خپل مقابل لوري حریفانو یعنې د ” طالبانو ” محبوبیت او جذابیت کم کړي او هغوي د ولس سترګو ته د دښمنانو په حیث وروپېژني .

نو د همدې پروسې د کامیابه کېدو لپاره یې اوس د ولسي خلکو په تم ځایونو لکه مساجدو او بازارونو کې په چاودنو او د هوان او د هوایي توپ د مرمیو په توغولو باندې لاس پورې کړی چې په اړه یې مونږ یواځې د نن ورځې درې ژوندي مثالونه لرو .

د راپورونو له مخې نن د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د سنګر قریې په باباخاک سیمه کې د ملي امنیت ادارې لۀ لوري په یوه مسجد کې دوه چاودنې شوي چې څلور تنه سیمیز کلیوال پکښې ټپیان شوي دي .
د ځایي معلوماتو پۀ اساس د ملي امنیت ادارې د خپلو جاسوسانو په مټ دغې مسجد کې دوه بمونه ځائ پر ځائ کړي وو .
د ملي امنیت جاسوسانو لومړی یو بم ته چاودنه ورکړې له هغې وروسته چې خلک د چاودنې ځائ ته راټول شوي نو هغه پاتې بم ته یې هم انفجار ورکړی چې لۀ امله یې څلور تنه بیګناه کلیوال ټپیان شول .

همدا راز د نوموړي حکومت عسکرو د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې په جمعه بازار د هاوان مرمۍ توغولي چې پکې څلوېښتو پورې خوا او شا بیګناه هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
وروسته د همدې قاتل او د ولس په وینو سیاست کونکي حکومت د دفاع وزارت ویاند د خلکو د سترګو پټولو په پار پخپله یوه اعلامیه کې د یادې پیښې پړه پر طالبانو اچولې ، مګر د طالبانو ویاند ” قاری یوسف احمدي ” په یاد برید کې د خپلو مجاهدینو لاس لرل رد کړي او دا وحشیانه برید یې د دولتي عسکرو برید بللی دی .
ددې ترڅنګ نوموړي حکومت د همدې خونخوارې پروسې په لړ کې نن ماښام په غزني ولایت کې هم پۀ یوه مسجد کې د خپلو اجرتي اتباعو په مټ چاودنه کړې چې پکې ۲۱ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

خو اوس ټول ولس په دې پوه شوی او پوهیږي چې ددوي قاتل څوک دی او ددوي خواخوږی څوک !!؟؟

بهرحال حکومت دې دا ناکامه تجربه او خونخواره پروسه پرېږدي ، د خپل حریف د ځپلو او خلکو ته د بدنامولو لپاره دې نور د ولس وینې نه تویوي .
په دې کار سره دوي د خپلو حریفانو پلویان د ذرې برابر هم نشي کمولی بلکه نور به یې هم زیات کړي او دا خبره تجربو ثابته کړې ده چې ” د کوم بار لپاره د بیګناه خلکو وینې تویې شي هغه بار منزل ته نه رسیږي “

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close