جولای 23, 2019

نیمګړي ارمانونه په خندا دي

نیمګړي ارمانونه په خندا دي

 

عبدالرحمن میوند

بیا پسرلی شو سره ګلونه په خندا دي
د وطن دښتې ډاګونه په خندا دي

د خزان تور مخ یې تور لکه تور تم کړ
سرې غوټۍ او بهارونه په خندا دي

د ماښام ټغر یې ټول کړ بیا له کلي
څه رنګین روڼ سهارونه په خندا دي

د افق د خړو خاورو په امـــبار کې
ها ړنګ شوی ګودرونه په خندا دي

خزان هیلې امیدونه را زرغون شول
ټول نیمګړي ارمانونه په خندا دي

د آزادۍ اذان زندان کې دی نور شوی
زولنې او ولچکنونه پـه خـندا دي

د میوند د زړه زخمونه پیوند شوي
شنه نښتر او چنارونه په خندا دي

Related posts