مسلم پوهنتون کې د غزني د والي له لوري د علماوو کرامو سخت توهين وشو

په مسلم پوهنتون کې تیره ورځ پنج شنبه د سرطان په ۱۳ د فراغت مراسم و چې له امله په زيات تعداد کې علماء کرام د غزني والي د رسمي ادارو رئيسان او اوداسې نور عوام او خواص د مسلم پوهنتون په رسمي غوښتنه را غوښتل شوي و .
چونکي د پوهنتون فضاء له اسلامي او شرعي پلوه ناقصه او د علماو کرامو له مزاج سره په تناقض او ټکر کې وه ځکه چې مخکې له پروګرامه پکې سندرې له موسيکي سره په ډېر لوړ انداز غږېدله او د نطاقي له پاره هم يوه ښايسته نجلۍ په يوو ځانګړي سينګار په دنده ګمارل شوي وه او د قرانکريم له تلاوت وروسته د ملي سرود پيل شو او خلکو ته يې په احترام امر وشو چې ځای په ځای ولاړ او ودرېږئ .
خو علماوو او ځيني نور خلک ملي سرود ته ولاړ نه شول له څه مودې وروسته د غزنی والي ته نوبت ورکړل شو، د سرود د غږېدو پر وخت والي ته په نږدې څوکیو کې ځینې علماء ځای پر ځای ناست او سرود ته و نخ لټېدل، چې والي د خپلو خبرو په جریان کې علماو ته سخت الفاظ وکارول او ویې ویل: هر څوک چې ملي سرود ته نه ولاړېږي دا تر ټو سپک او ذلیل خلک دي او تر ټولو خطرناک دي، چې اسلام او نه هیواد ته ژمن دي او اخطار يې ور کړ چې دلته هم ځيني بې وجدانه خلک زموږ ملي سرود ته ولاړ نه شول ددې له پاره چې زموږ نظام خلکو ته غير اسلامي او غيري شرعي معرفي کړي خو زه به دې خلکو ته سخته سزا ورکړم.
چې له امله يې د غونډې رنګ پيکه او خلک سخت پرېشانه او غمجن شو او ډېری خلکو مجلس ترک کړ، چې د والي د تګ پر وخت د مسلم پوهنتون د رهبري له خو والي ته ایوارډ ورکړل شو او د عزت پګړۍ یې هم ور په سر کړه.
په غونډه کې د ښځو او نارینه و تر منځ هېڅ حجاب نه و او بالکل یو غیر اسلامي محفل و.
او د علماو په نماينده ګي جناب شیخ الحديث والتفسیر شير احمد آغا ستېج ته لاړو اود ټولو منکراتو په اړه يې خلکو ته توضيحات ورکړل او ويې ويل چې موږ دلته د پوهنتون په رسمي بلنه راغلي يو اوکه مو له دې سپين پټکي او جامو سره نه شئ زغملی نو مه مو را غواړئ .
او که را غوښتل کېږو نو بيا د سرود په ياړ مو مه ولاړوئ او نور منکرات مه را باندې منئ .
د هغه له وينا وروسته علماوو مجلس ترک کړ او ډوډۍ يې هم ور پرېښودله او ترې را ووتل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close