جولای 23, 2019

سیرت الصحابه حضرت مصعب بن عمیر (رضی الله عنه)

سیرت الصحابه حضرت مصعب بن عمیر (رضی الله عنه)

(لومړۍ برخه)
راټولونکی: صهیب خالد

مصعب (رض) بن عمیر بن هاشم د بنو عبدالدار له کورنی څخه،د ډیري ښکلي ځوانۍ خاوند او د یوي شتمني کورنۍ د ناز او نعمت په غیږ کښې لوی سو ؤ ډیري اعلی وریښمیني جامي به يې اغوستلي او بینظیره خوشبويي به يې استعمالوله د یوي جوړي جامي قیمت به يې دوو سوو درهمو ته رسیدی،
د صورت ښایست تر څنګ د سیرت او نیک فطرت له ښکلا نه هم برخوردار ؤ کله چې سرور کائنات (ص) د حق بلنه پیل کړه نو مصعب (رض) سمدلاسه ورته لبیک وویل،دا هغه زمانه وه چې حقپالونکي د حق د دښمنانو له لاسه د مصیبتونو په ژرنده اوړه کیدل حضرت مصعب (رض) دار ارقم ته ورغی او د رسول (صلی الله علیه و سلم) په لاس يې د سرښندني او اطاعت بیعت و کړ زیاتره وخت به يې په نبوي مجلس کښي تیروی او د علم او عرفان له ژوند بخښونکي چیني څخه به يې د خپل زړه او دماغ کرونده خړوبوله.
د حضرت مصعب (رض) له اسلام راوړلو نه په خبریدو سره د هغه خواخوږي مور خناس بنت مالک او د کورنۍ د نورو غړو بیساري محبت په سخت نفرت بدل سو،هغه يې له حده زیات وواهه او بیا يې په بی رحمۍ سره په رسۍ و تړی او په یوه تیاره کوټه کښي يې بندي کړ نه یوازي مصعب (رض) بلکي د رسول اکرم (ص) نورو عاشقانو هم د ډیرو تکلیفونو او کړاوونو په څبو کښي وختونه تیرول تر دي پوري چي د بشریت رهبر (ص) مظلومو مسلمانانو ته اجازه و کړه چې حبشي ته هجرت و کړي ټول شپاړس تنه: دولس نارینه او څلور ښځي له مکي نه ووتل چې پدغسي کوچنۍ قافله کښي یو تن حضرت مصعب بن عمیر ؤ هلته د څه مودي تیریدو نه وروسته اوازه خپره سوه چې مشرکانو د مسلمانانو په ضد د دښمنی څخه لاس اخیستی دی نو حضرت مصعب (رض) د څو تنو په ملګرتیا مکي ته راستون سو خو کله چې راغلل و پوهیدل چې دغه اوازه درواغ وه،د قریشو له پخوانه وحشت نه یوازي کم سوی نه ؤ بلکي له پخوانه لا زیات سوی ؤ،څه موده وروسته رسول اکرم (ص) نورو مظلومانو ته هم دهجرت اجازه ورکړه،دا ځل د مهاجرینو شمیر د سلو تنو په خوا و شا کښی وو،اتیا نارینه او شل مسلماني بیبیاني چي پدي قافله کښي هم حضرت مصعب (رض) شامل ؤ.
حضرت مصعب (رض) چې د هجرت د بیوسی او پردیسی په ژوند کښي څه شی ډیر ځوروی هغه د خپل بادار حضرت محمد رسول الله (ص) څخه لیري والی ؤ،د مدیني له هجرت څخه دري کاله مخکي بیرته مکي ته راستون سو اوس مصعب (رض) نه هغه ښکلی تنکی مخ درلود او نه هغه قیمتي وریښمیني جامي،داسي پیوندي جامي يې په تن وي چې حتی د څرمني ټوټه هم پکښي وه مخ يې د سفر او هجرت په سختیو کښي وهلي پاڼي غوندي ژیړ اوښتی او لاسونه او پښي يې چاودلي وه،د سر وریښتان يې چې یو وخت به په عطرو لامده وو اوس په خاورو او دوړو پټ او انجړ وو خو په معنی کشي د استقامت او  عزیمت په لوړه پوړی کښي ؤ،د زهد او تقوی سمبول ؤ او د ایماني غیرت او عزت خزانه.
د حقي لاري دغه مسافر چې کله د بیوزلی او فقر پدغسي حالت کښي نبوي مجلس ته ورغی او د پیغمبر (ص) سترګي ورباندي و لګیدي له مبارکو سترګو نه يې اوښکې توي سوي صحابه ؤ ته يې وویل: (دا سړی پیژنئ څوک دی؟ دا د مکي هغه ښکلی او نازولی زلمی دی چې یو وخت دده په څیر د ښو قیمتي جامو اغوستونکی او د ناز او نعمت په غیږ کښي بل پالل کیدونکی نه ؤ خو نن يې د الله جل جلا له د او د الله د رسول په مینه کښي خپل عیش او سوکالي قربان کړیده او د دنیوي خوندونو او راحت د وسایلو پر ځای يې په زړه کښي د نیکیو محبت ځای نیولی دی).

نور بیا… ان شاء الله

Related posts