نړیوال جام: پاکستان بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو بیا هم له نیمه پایلوبې پاتې شو

عزم(شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د نړیوال جام په ۴۳مه لوبه کې پاکستان بنګله‌دېش ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه، خو له دې بریا سره یې بیا هم د مخکې تګ مخه ونیول شوه.

د پرونۍ لوبې پچه پاکستان وګټله او خپله یې توپ وهنه پیل کړه، چې د امام الحق سلیزې په مټ یې په پنځوس اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۵منډې جوړې کړې.

امام الحق ۱۰۰، بابر اعظم ۹۶، عماد وسیم ۴۳، محمد حفیظ ۲۷ او فخرزمان ۱۳ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش په توپ اچوونکو کې مستفیض الرحمن ۵، محمد سیف الدین ۳ او مهدي حسن یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بنګله‌دېش په توپ وهوونکو کې یوازې شکېب الحسن ۶۴ منډو په جوړولو بریالی شو. لیتن ډاس ۳۲، محمدالله ۲۹، سمیا سرکار ۲۲، مصدق حسین او مشفیق الرحیم د ۱۶ـ ۱۶ منډو په جوړولو بریالي شول.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې شاهین اپریدي ۶ لوبغاړي وسوځول، شاداب خان ۲ او محمد عامر ۱ لوبغاړی سوځاوه.

بنګله‌دېش په ۴۵اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۱ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۹۴منډو په توپیر لوبه وبایلله.

په روان نړیوال جام کې افغانستان، بنګله‌دېش، پاکستان، سرېلانکا، سویلي افریقا او ویسټ انډیز له نیمه پایلوبې بهر شوي دي.

د نړیوال جام په ۴۲مه لوبه کې افغانستان له ویسټ انډیز ماتې خوړلې وه.

نن د نړیوال جام په ۴۴ او ۴۵ لوبه کې هندوستان له سرېلانکا او  او اسټرالیا له سویلي افریقا سره سیالي لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: