امریکایي رسنۍ: ټرمپ د افغانستان په تړاو فاحش دروغ ویلي

عزم(جمعه، ۱۴چنګاښ،۱۳۹۸)

د امریکا د سي ان ان تلویزیوني چینل په یوه څیړنیز مطلب کې له فاکس نیوز سره د ټرمپ وروستۍ مرکې ته اشاره کړې چې په وینا یې، ټرمپ به دغه مرکه کې  د افغانستان په تړاو له حقیقت څخه لرې خبرې کړې دي.

یادې رسنۍ ویلي،دا چې ټرمپ ادعا کړې چې  افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو شمیر له ۱۶ زرو نه ۹ زرو ته راکم کړی، حقیقت نه لري ځکه چې  لا هم په افغانستان کې ۱۴ زره امریکایی پوځیان میشت دي او جګړییز فعالیت مخته وړي.
راپور زیاتوي، ښایی د ټرمپ موخه د هغو ۸۵۰۰ کسانو کمول وي چې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت پرغاړه لري.
سي ان ان وایي، ټرمپ په دغه مرکه کې دا ادعا هم ناسمه کړې چې افغان کانونه د چین هیواد د شرکتونو له خوا په ناقانونه کیندل کیږي، چې امریکا هڅه کوي د دغو کانونو ساتنې ته یوځانګړی کنډک هم سیمې ته ولیږي.
راپور کې د ټرمپ هغه ادعاوې هم ناسمې بلل شوې چې ویلي یې وو، په تیرو ۱۹ کلونو کې امریکا په افغانستان کې د یوه هوټل پرجوړولو میلیونونه ډالر لګښت کړی، دغه راز یې د تیلو د یوه پمپ پر جوړیدو هم ۸۰ میلیونه ډالره پیسې لګولې دي

دغې امریکایی رسنۍ ویلي، د ټرمپ ټولې څرګندونې یا له حقیقت څخه یومخ لرې او یا هم له خورا زیاتې مبالغې ډکې دي، چې یقین ورباندې کول ناسم کار دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close