جولای 23, 2019

اووم پړاو مذاکرات، که د یوې بلې امپراطورۍ د تدفین مراسم

اووم پړاو مذاکرات، که د یوې بلې امپراطورۍ د تدفین مراسم

څانګه: سیاسي تبصرې
لیکوال: جعفر (عمریار)
د قطر مېشتو طالب ډېپلوماتانو له څرګندونو داسې ښکاري چې له امریکایانو سره د طالبانو اووم پړاو خبرې اترې ورستي او حساس پړاو ته رسېدلې، د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له انده په خبرو کې له ۸۰ تر ۹۰ په سلو کې پرمختګ راغلی، د راپورونو له مخې سیال لوري اوسمهال د ناستې لپاره په پرېکړه لیک چمتو کولو بوخت دي؛ له لوی سره طالبان او سیال لوری امریکا له دې ناستې او پایلو یې خوښ برېښي.
تر ډېرې کچې نوموړې ناسته کې په رښتیا سره هم دواړو لورو په پېچلو او نړیواله موضوعاتو هوکړې کړې دي، لکه د ترورېزم لپاره د ګډ تعریف منل، طالب ډېپلوماټان به د افغانستان د اسلامي امارت تر نوم لاندې خپل سیال لوري سره دغه هوکړه لیک لاسلیک کوي، همدارنګه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره د مهال وېش ټاکلو مسئله او د دوی له شړلو وروسته به د افغانستان خاوره د هېڅ بهرني هېواد په ضد نه کاریږي او په اړوند یې د تضمین ورکولو څرنګوالي باندې تر ډېره کچې د دواړو لورو تر منځ هوکړې شوې.
دا چې له امریکا سره د طالبانو سولې په نوم دغه روان سیاسي مذاکرات خپل اووم او حساس پړاو ته غځیږي، له خپلې غېږې خوښۍ لېږدوونکي زېرې غبرګوي، هغه دا چې افغانستان ته د لوی الله سبحانه و تعالی له خوا د ورکړل شوې طبیعي او معنوي ځانګړتیا له مخې، یوه بله زبرځواکه، طاغوتي او مستکبره امپراطوري یې په غېږه کې خښېدونکې ده.
افغانستان ته چې نړیوال یې د امپراطوریو د هدیرې په نوم پېژني، لوی الله سبحانه و تعالې یوه جالبه طبیعي او معنوي ځانګړنه ورکړې ده، داسې چې د ځمکې پر مخ هره کفري او طاغوتي امپراطورۍ چې کله یې لوی الله تعالی د سقوط او زوال اراده وکړي دغه خاورې ته را کشوي او بیا الله تعالی نوموړې امپراطوري په دې خاوره له پړاو پر پړاو لویو ازمایښتونو سره مخامخوي؛ تر دې چې دوی هم خپل مکر کوي، په غبرګون کې یې لوی الله هم دوی د مکر خنثی کولو چاره کوي او بیا یې پخپل مکر کې راګیروي، تردې چې طاغوت پخپل استکبار او استدراج کې نور هم مخ په وړاندې بیایي، بیا یې د تدریجي لوړتیا له پړاوونو طی کولو وروسته د تدریجي ځوړتیا پړاو را لنډوي؛ تردې چې ښه یې راښکېلوي او بیا یې د امپراطوریو په دغه لرغوني او معاصره هدیره کې د تل لپاره خاورو ته سپاري او د نړۍ مظلومان او مستضعفین یې له ظلمونو ژغوري.
لوی الله ته ستاینه او ټولې ښې ځانګړتیاوې دي چې دې خاورې ته یې داسې یوه خارق العاده ځانګړنه ورکړې ده.
پورتنۍ ځانګرتیا ته په کتنې د قطر د دوحې مذاکرات خپل وروستی او حساس پړاو رالنډوي، د شننونکو او د جګړه ییزوچارو د کارپوهانو په باور دغه مذاکرات باید د سولې مذاکراتو په نوم نه بلکې د یوې بلې مستکبرې طاغوتي امپراطورۍ د تکفین، تدفین او جنازې د مراسمو په نوم ونومول شي.

Related posts