د قلم اصلي ترجمانانو بریا مو مبارک شه

 

لیکوال: – راشد بشارت

رب العالمین جل جلاله کائناتو کي تر ټولو لومړی قلم پیدا کړ او امر یې د لیک ورته وکړ . قلم په اسلامي ارزښتونو کي لوړ مقام لري. آن بې دینو او لا مذهبو چي کله د قلم قدر کړی، ترقي او پرمختګ یې کړی او مختلف قومونه او جهتونه یې شاته پرېیښي دي. دا چي موږ ځیني خلګ مترقي، پر مختللي او متمدن وینو دا ټول د قلم د کمال او قدر نتیجه ده. چا چي له قلم څخه سالمه استفاده کړې، هغوی نن په نړۍ کي تر ټولو پر مختللي خلګ یادیږي. اوس چي د ټیکنالوجي، انټرنیت او کمپیوټر دور دی، نو دا هم د قلم ارتقاء او بلندي ده.

د نړۍ له پیل څخه بیا تر اوسه او آن تر قیامته به په دې فاني دنیا کي د حق او باطل تر منځ مقابله روانه وي او اوس هم روانه ده، دواړه ډلي د خپل ځان د ثابت او محکم ساتلو لپاره له ټوپک و قلم څخه استفاده کوي. اکثره وخت ظالم او جابر کفري طاقتونه حق نسي زغملی نو نظامي یرغل وکړي او تر څنګ یې قلم پلورونکي کسان په ډیر شد و مد د دوی طاقت او زور د زیات ښودلو هلي ځلي پیل کړي.

د یویشتمي پیړۍ تر ټولو ستره صلیبي جګړه د کفري هیوادونو لخوا چي امریکا غوندي سوپر پاور یي په سر کي و، په افغانستان کي شروع سوه. دلته یې ښکلی اسلامي نظام له سقوط سره مخ کړ. خپل زور او زر یي غلام صفته انسانانو ته راوړاندي کړ. هغوی هم په ډیري سپین سترګۍ سره د دوی خدمت ته اوږه ورکړه. دا چي افغانستان خصوصاً او مسلمان ملت عموماً په نظامي جګړه کي، که څه هم د وسائلو لخوا کمزوري وي ګټونکي دي او بری یې قدمونه ښکلوي، نو کافرانو د خپل واک او ځواک د ساتلو په پار دلته فرهنګي، کلتوري او فکري یرغل هم وکړ.
د انټرنیټي شبکو، رادیوګانو، تیلویژني خپرونو او سریالونو څخه یې ګټه پورته کړه او دلته یې د قلم خائنان له ځان سره ملۀ کړل چي هغوی زموږ هیواد والو ته خصوصاً او نړۍ والو ته عموماً حق باطل او باطل حق معرفي کړ.

په داسي یوه وحشتناک دور کي چي باطل تقریباً خپلو شومو موخو ته په رسیدلو و. د امارت اسلامي زړورو مجاهدینو اتلانو د نظامي دفاع تر څنګ په مطبوعاتي ډګر کي هم څراغونه بل کړل. د الله جل جلاله نصرت و چي په مطبوعاتي ډګر کي ډیر ژر امارتي شازلمیانو د کفارو طوفاني فکري یرغل ته په خواله رسنیو کي کوزې ورواچولې. او د هغوی ټول کاذب افواهات یي بربنډ کړل.

زموږ وحشي او بې حیا دوشمن له هر قسم تزویر، پروپاګند ، چل ول او فریب څخه دریغ ونکړ. ډیر ځله یې خپل وحشتونه په ډیره بې شرمۍ سره په مجاهدینو تپل. د تش په نوم پګړۍ او ږیري چښتنان به یې د طالب په نوم تسلیم او بیا عامه خلګو ته ښودل. دوی د ټولي نړۍ رسنۍ، انټرنیټي شبکې، تلویزوني خپروني پخپل لاس کي لرلې.خو ملنګ طالب جان ته فقط د واټساپ او په خواله رسنۍ کي د فیس بوک په مخ څو مستعار ادرسونه ورپاته و. چي هغه به هم د مخابراتو او ټیکنالوجي اړوند کسانو تر سختو ګزارونو لاندي وو. د هر اسلامپال مبارز فیس بوکي پاڼه او د واټساپ شمیره به د قلم د خائنانو تر څار او ګزار لاندي و. خو دې تش لاسو او غریبو مبارزینو حوصله له لاسه ورنکړه. کله چې به یې د فیس بوک پر مخ ادرس بند سو، دې ملنګ به د الله جل جلاله شکر ادا کړ چي یا ربه شکر دی، زما ادرس ځکه راته بند کړل سو، چي زۀ ستا د دین اشاعت او د مجاهدینو غږ تر نورو مسلمانانو رسول غواړم.
که ووایو چي په یوه نیمه لسیزه کي زمونږ د اسلامپالو مبارزینو د هر ملګري تر سل زیات ادرسونه د مخابراتو وزارت لخوا د بیان د ازادۍ تر نامه لاندي بند کړل سوي نو مبالغه به نه وي.

خو د دې سپیڅلو مخلصینو له هر پوسټ، کمنټ، لایک، شیئر، پیغام او آیډي و ادرس نه ځار سم. د دوی له سپېڅلې داعیې او قوي ارادې قربان سم. هیڅکله یې د ستړیا احساس ونکړ. شپه ورځ یې یوه کړې وه او د باطلو، دروغجنو، مکارو او ذلیلو دښمنانو هر پروپاګند او تزویر ته یې غاښ ماتونکی جواب ویلو. د سنګر د اتلو مجاهدینو غږ ، فتوحات او اتلولۍ یې د نړۍ ټولو متدینو او عامو وګړو ته ورسولو. د دې ټولو مبارزینو اکثریت برخه په مالي لحاظ دومره کمزورې وه چي قسم په رب العزت چي د انټرنیټي شبکې خرچه یي هم نه لرله خو زیار به یې ایستلو او د سپیڅلي مبارزې دا میدان به یې خالي نه پریښودلو.

د قلم عفت ساتونکو اتلانو خپله مبارزه په ښه اخلاص، اتفاق،اتحاد،میړاني او غیرت مخته وړله او روان دي، تر دې چي تیره ورځ مي د مکار او وحشي دښمن اعتراف ولېدلو چي د امارت اسلامي او اسلامپالو مبارزینو په بریا او ښې مبارزې یې نه یوازي اقرار کړی وو بلکې د دوی مبارزه یې ستایلې وه. او ریښتونې و ارزښتناکه یي بللې وه. سبحان الله
دوی د (و شهد شاهد من اهلها) ژوندی مثال پخپل نوم ثبت کړلو.

د دې اعتراف په اوریدلو او لیدلو موږ ته لازمه ده چي اول د الله جل جلاله شکر ادا کړو، بیا د خپلو مبارزینو ملګرو قدر وکړو، د هغوی له مبارزې څخه مننه وکړو او د قلم هغه اصلي مالکان تقدیر کړو چي په دې فرعوني دور کي یې د قلم اصلي مقام عفت، عظمت او عزت وساتلو او خپل ځان او قلم یې خرڅ نکړ.

زۀ من حیث یو مسلمان افغان او ناچیز اسلامپال مبارز د دې لاري ټولو ملګرو خصوصاً محترم ورور ذبیح الله مجاهد صاحب (د اسلامي امارت ویندوی) او قاري یوسف احمدي (د اسلامي امارت ویندوی) ته د دې ستري بریا او الهي پیرزویني د زړۀ له تله مبارکي وایم. او ټولو مبارینو ته دعا کوم چي الله جل جلاله یې دا ستر خدمت پخپل عالي دربار کي همداسي قبول کړي لکه نن چي یې نتیجه موږ و تاسو پخپلو سترګو وینو.
الله جل جلاله دي مونږ ته اتحاد ،اتفاق او د خدمت لا زیات توفیق رانصیب کړي.

اللهم آمین

د خپلواک اسلامي افغانستان په هیله

راشد بشارت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close