کابل: د تبلیغاتي جګړې په تړاو د«طالبانو کیسې» کتاب د مخ کتنې غونډه جوړه شوه

 

عزم(پنجشنبه، ۱۳چنګاښ،۱۳۹۸)

نن په کابل کې د مشهور امریکایی لیکوال او د امریکا د سمندري قواوو د پوهنتون استاد «توماس جانسون» د کتاب «طالبانو کیسې» مخ کتنه وشوه.
دغه څیړنیز کتاب چې یواځې په مطبوعاتي ډګر کې د طالبانو له بریا او د هغې له لاملونو څخه بحث کوي، د «فردوس کاوش» له خوا له انګلیسي ژبې دری ته راژباړل شوی چې نوم یې «روایت‌های طالبان»ورته کیښوودل شوی دی.
په کتاب کې پر دې تمرکز شوی چې څنګه طالبانو امریکا، ناتو او افغان متحدینو ته یې په مطبوعاتي او فرهنګي ډګر کې نه اټکلیدونکې ماتې ورکړه، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د فکري او فرهنګي مبارزې لپاره سلګونه میلیونه ډالر پر رسنیزو چوپړونو ولګول.
لیکوال ویلي، طالبانو په خورا ساده بڼه د شب نامو په خپرولو،. د جالبو او زړه راښکونکو ترانو پر جوړولو او خپرولو اود دیني عالمانو په جذباتي ویناوو او تقریرونو په افغانستان کې د امریکا او ناتو حضور له ننګونو سره مخ کړ او په دې توګه یې ولسونه په عقیدوي او عنعنوي توګه د هغوی پر وړاندې راوپارول.

جانسون چې د طالبانو مطبوعاتي فعالیت یې له څوکلونو راهیسې تر څیړنې لاندې نیولی، زیاتوي؛ طالبانو په ریښتینې توګه په مطبوعاتي ډګر کې امریکا او ناټو ته ماتې ورکړې او په رسنیز ډګر کې له ټولو دولت پلوه رسنیو په خورا چټکه بڼه خپل پیغام تر مخاطبینو رسوي.
د کتاب لیکوال چې د خپل کتاب د ژباړې په ننۍ غونډه کې یې خبرې کولې وویل ،

«باور لرم چې طالبانو مطبوعاتي جګړه په خورا ښه توګه ګټلې، هغوی ددیني نصوصو په رڼا کې ځوانانو ته د شهادت او د دښمن پر وړاندې د جګړو په ډګرونو کې د قرباني ورکولو ارزښت ورپه ګوته کړی، جهاد ته یې هڅولي او د پښتونولي د غیرت په ور زړه کولو سره یې له خپل هیواد او برم څخه د دفاع هنر ورښوودلی دی، ترڅو د نړیوالو ځواکونو او د هغوی د افغان متحدینو پر وړاندې چې دوی اشغالګر او ګوداګیان بولي، مبارزې ته وهڅوي»

لیکوال او خبریال فردوس کاوش د جانسون کتاب ارزښتناک بولي او زیاتوي، دغه کتاب په روانه جګړه کې د طالبانو د بریا او پر وړاندې یې د امریکا او ناټو له ماتې ښه انځور وړاندې کوي.


په افغانستان کې د امریکا د مطالعاتو د انستیتیوت مشر ډاکټر عمر شریفي وایي،. کتاب کې د پاکستان ملاتړ ته هیڅ ډول اشاره نه ده شوې او دغه کتاب د امریکایي ولس لپاره ډیر څه له ځانه سره لري.

د ملي دفاع وزارت د استراتیژي او پالیسي جوړونې پخواني مشر تمیم عاصي بیا د کتاب په سریزه کې پر نړیوالو او افغان حکومت غږ کړی چې هرڅومره ژر باید د طالبانو د رسنیزو تبلیغاتو مخه ونیسي،. کنه نو دا تبلیغات به د امریکا او متحدینو لپاره یې پر لوی سرخوږي بدل شي.

د امریکایي لیکوال جانسون دغه کتاب «روایت‌های طالبان» د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت لخوا په زرو نسخو کې چاپ شوی، چې په کې د طالبانو د انټرنیټي فعالیتونو، د مجلو او کتابونو د چاپ، د ویاندویانو ګړندۍ او ژر اطلاع رسونه او نورو هغو مواردو باندې ورټول دی، چې طالبانو ته یې په روانه جګړه کې بریا ور بښلې ده.
و

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close