جولای 23, 2019

امریکايي جنرالان لا هم پر جګړه ټینګار کوي

امریکايي جنرالان لا هم پر جګړه ټینګار کوي

خط اول

که څه هم له نږدې یوه کال راهیسې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په موخه د طالبانو او امریکايي استازو مذاکرات روان دي او په وروستیو پړاوونو کې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړې ته سره نږدې شوي، خو بیا هم امریکايي چارواکي له هېواده د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه په یوه خوله نه دي.

د امریکا اوسني ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، د ۲۰۱۷ز کال په ټاکنو کې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د امریکا د پوځي مداخلو  د ختمولو موضوعات د کمپاین د شعارونو په توګه کارول — او غوښتل یې هم همداسې.

خو سپينې مانۍ ته تر ننوتلو وروسته امریکايي جنرالانو، چې په بهر کې یې تل پر امریکايي پوځي مداخلو ټینګار کړی، نوموړی دې ته تیار کړ چې په افغانستان کې د یوې نوې سټراټيژۍ په اعلان سره خپل حضور ته دوام ورکړي.

ټرمپ افغانستان ته نور اضافي ځواکونه راولېږل. د امریکايي او خپلو ماتحتو کابل حکومت ځواکونو عملیات خپل اوج ته ورسېدل. جګړه نوره هم خونړۍ شوه – خو کله چې نږدې یو کال وروسته بیا هم مطلوبه نتیجه ترلاسه نه شوه، د ټرمپ په امر امریکايي ډيپلوماټانو له طالبانو سره خبرې پیل کړې.

د تېر ۲۰۱۸ز کال له جولای میاشتې راهیسې، د طالبانو او امریکا د مذاکراتو شپږ پړاوونه شوي او اووم یې دمګړی روان دی. ویل کیږي چې په اوسني پړاو کې دواړه لوري له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پلان په اړه په جدي مذاکراتو بوخت دي او تمه شته چې په دې یا بل پړاو کې به یې د وتلو مهالوېش اعلان کړل شي.

خو، امریکايي پوځي چارواکي لا هم له افغانستانه د خپلو او ملاتړو ځواکونو د ایستلو په اړه سره یوه خوله نه دي. جنرالان باور لري – او ټرمپ یې هم قانع کړی – چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له دې هېواده پر امریکا باندې بریدونه وشي. (امریکا ته دا تضمین ورکول چې د ځواکونو تر وتلو وروسته به پر امریکا یا بل هېواد له افغانستانه برید نه کیږي، د اوسنیو دوه-لوریزو مذاکراتو دویمه اجنډا ده.)

ټرمپ تېره دوشنبه له فاکس نیوز ټلوېزون سره په مرکه کې د امریکايي جنرالانو همدا خبره تکرار کړې ده. ده همداراز ویلي چې که ځواکونه یې له افغانستانه ووځي، بیا به هم دلته ”ډېر قوي استخباراتي حضور“ ولري.

که پر ټرمپ باندې د جګړه-خوښو امریکايي جنرالانو تسلط – چې تر ولسمشر کېدو وروسته د افغانستان جګړې اوږدولو ته د هغه قانع کول، او له سوریې د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو له خبرې د هغه پرشاتګ یې ښه ثبوتونه دي – ته وکتل شي، فکر نه کیږي چې امریکا دې ډېر ژر له افغانستانه لاس وکاږي. خو دا چې بیا ټرمپ وروستی تصمیم نیوونکی دی او له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو قوي هوډ لري، هیله شته چې خپلو جګړه خوښو جنرالانو ته به غوږ کېنږدي او زموږ له هېواده به خپلو او د ملګرو پوځونو ته بسترې ورپر شا کړي.

Related posts