مالیې وزارت: په شپږو میاشتو کې تراوسه ۴۰سلنه بودیجه نه ده لګول شوې

عزم(سه شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د مالیې وزارت چارواکي وايي، بودیجه‌يي واحدونه نه دي توانېدلي، چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې حتا ۴۰سلنه بودیجه هم ولګوي.

د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، د ۱۳۹۷ل کال بودیجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده، چې له ډلې یې ۲۷۵میلیارده یې عادي او ۱۲۴میلیارده یې پراختیايي بودیجه ده، خو د شپږو میاشتو په تېرېدو لا هم ۴۰سلنه بودیجه نه ده لګول شوې.

دی وايي، سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۹،۶ میلیارده بودبجه لګول شوي، چې ۴۰سلنه کموالی ښيي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په حکومت کې د شته اختلافاتو، اداري فساد او د سرپرستۍ ستونزې د دې لامل شوي، چې د افغانستان په شان هېواد کې هم پوره بودیجه ونه لګول شي.

د افغان حکومت مالي کال هرکال د مرغومې په مياشت کې پيلېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: