کرېکټ: افغان ملي لوبډله په سپټمبر کې د درې اړخیزه لوبلړۍ لپاره بنګله‌دېش ته ځي

عزم(پنجشنبه، ۰۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل):  ټاکل شوې په سپټمبر کې د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ په بنګله‌دېش کې درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي.

په دغه لوبلړۍ کې افغان لوبډله لومړۍ له بنګله‌دېش د ټیسټ یا څلور ورځنۍ سیالي لري او وروسته به له بنګله‌دېش او زمبابوې سره دوه ـ دوه شل اوریزې سیالۍ هم وکړي، چې په پایله کې به دوه ډېرو نمره لرونکې لوبډلې د یو بل پر وړاندې پایلوبه هم وکړي.

د ټېسټ لوبې په ګډون د یادو سیالیو لړۍ به د سپټمبر په شپږمه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي.

باید وویل شي د افغانستان الف ملي لوبډله به هم د راتلونکې جولای میاشتې له پیل تر پایه د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې دوه څلور-ورځنۍ فرسټ کلاس او پنځه یو ورځنۍ (لېسټ اې) لوبې ترسره کوي.

دغه راز د یادونې وړ ده چې د افغانستان ملي لوبډله به د روان کال د نومبر په میاشت کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په هندوستان هېواد کې د شل اوریزو او یو ورځنیو نړیوالو او ټېسټ لوبو لوبلړۍ ترسره کړي چې د ډسمبر میاشتې تر لومړیو به دوام ومومي.

افغان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې له بنګله‌دېش مخکې ده، خو په پنځوس اوریزو کې ترې بنګله‌دېش مخکې دی او په ټیسټ لوبو کې تراوسه افغان لوبډله کومه نمره نه لري.

افغان لوبډلې تراوسه دوه ټیسټ لوبې کړي، چې یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close