جولای 23, 2019

نړیوال جام: پاکستان له نیوزیلنډ لوبه وګټله

نړیوال جام: پاکستان له نیوزیلنډ لوبه وګټله

عزم(پنجشنبه، ۰۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د نړیوال جام په ۳۳مه لوبه کې پاکستان نیوزیلنډ ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

د پرونۍ لوبې پچه نیوزیلنډ وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۷منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۲۳۸ منډو هدف کېښود.

د نیوزیلنډ د پیل توپ وهوونکو پرله‌پسې ویکټې له لاسه ورکړې، خو د جیمي نېشم او میچل سنټنر ملګرتیا هدف لوړ کړ.

جیمي نېشم ۹۷ ناسوځېدلې، میچل سنټنر۶۴، ویلمسن ۴۱ او کولن مونرو ۱۲ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې یوازې شاهین اپریدي ۳، محمد عامر ۱ او شاداب خان هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان په توپ وهوونکو کې بابر اعظم ۱۰۱ناسوځېدلې، حارث سهیل ۶۸ او امام الحق ۱۹ منډې جوړې کړې او د نیوزیلنډ هدف یې په ۴۹.۱ اور کې پوره کړ.

ټرین بولټ ۱، ویلمسن ۱ او فورګوسن هم یو پاکستانی لوبغاړی وسوځاوه.

د دې لوبې غوره لوبغاړی بابر اعظم شو، چې ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې وې.

په روان نړیوال جام کې نیوزیلنډ لومړۍ ماتې وخوړه، خو پاکستان درېیمه بریا خپله کړه.

نن د نړیوال جام په ۳۴مه لوبه کې ویسټ انډیز او هندوستان لوبه لري.

Related posts